د 'اسامه بن لادن' ساتونکی له ګوانتانامو زندان نه خوشی شو

د انځور حقوق .
Image caption د ۳۹ کلن عبدالرحمن شلبي په خوشي کېدو سره په دغه زندان کې ۱۱۴ نور بندیان پاتې دي، چې د ۵۲ د لېږدېدو امر یې منل شوی دی.

د امریکا دفاع وزارت 'پنتاګون' وايي، د القاعدې شبکې د بنسټګر او مخکیني مشر اسامه بن لادن ساتونکی عبدالرحمن شلبي یې له ګوانتانامو زندان ته تر خوشي کېدو وروسته سعودي عربستان ته استولی دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي د اسامه بن لادن ساتونکی یې سعودي عربستان ته استولی دی.

عبدالرحمن شلبي له ۲۰۰۲م کاله راهیسې په ګوانتانامو زندان کې بندي و. نوموړي لس کاله د نه خوړو اعتصاب کړی و.

په اپرېل کې د نوموړي مدافع وکیل وویل ښاغلی شلبي غواړي خپل پاتې ژوند په سعودي عربستان کې له خپلې کورنۍ سره په سوله کې تېر کړي.

د ۳۹ کلن عبدالرحمن شلبي په خوشي کېدو سره په دغه زندان کې ۱۱۴ نور بندیان پاتې دي، چې د ۵۲ د لېږدېدو امر یې منل شوی دی.

یوه پلاوي ویلي، د ښاغلي شلبي د نیول کېدو څرګند لامل نه دی په ډاګه شوی، خو ایله دومره تور ورپورې شوی، چې ګني له سخت دریځو سره خواخوږي لري.

شلبي تر اوسه له هېڅ کوم روښانه تور سره نه دی مخامخ شوی.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۰۷ کال د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه، که ولسمشر شري تر یوه کال پورې به د ګوانتانامو زندان وتړي، خو وروسته د کانګرېس له مخالفت سره مخامخ شو.

پنتاګون وايي، تېره اونۍ له ګوانتانامو زندان نه د یونس عبدالرحمن شکوري په نامه د مراکش یو بندي خپل هېواد ته ولېږدول شو.

ورته مطالب