راپور: له 'اسلامي دولت' ولې جنګیالي تښتي؟

د انځور حقوق ISLAMIC STATE

د بریتانیا لندن پوهنتون اړوند کینګز پوهنځي د سخت دریځۍ څېړونکي مرکز په یوه راپور کې راغلي، چې له 'اسلامي دولت' ډلې نه د جنګیالیو وتل ډېر شوي، او په ښکاره وايي چې ددغې ډلې په لیکو کې نه جنګېږي او خپلو هېوادونو ته ستنېدل غواړي.

راپور وايي، ځینې جلا کېدونکي جنګیالي د 'اسلامي دولت' ډلې له خوا له غچ اخیستو سره مخامخېدونکي دي، ځینې نور بیا د خپلو هېوادونو بندیانېږي، همدا ده چې ډېری ځانونه پټول غوره ګڼي.

خو د راپور چمتو کوونکي وايي، له ۵۸ جلا شویو درېیمې برخې یې ویلي، چې یوازې سږ کال له 'اسلامي دولت' ډلې وتلي دي.

په راپور کې دا هم راغلي، چې ځینې جلا شوي د ترکیې له لارې تښتېدلي خو ځینې بیا د 'اسلامي دولت' له خوا نیول شوي او آن اعدام شوي هم دي.

''نا اسلامي کړنې''

څېړونکي وايي، د دوی د جلا کېدو اصلي لامل دا دی چې 'اسلامي دولت' ډلې د ځینو مسلمانانو ـ په تېره بیا شیعه ګانو ـ پرضد له ډول ډول تاوتریخوالي کار اخیستی، او په دې ډله کې پراخ فساد روان دی.

ځینو ویل چې د داعش تر واکمنۍ لاندې سیمو کې یې د ژوند هیلې په سیند لاهو شوې دي.

په راپور کې راغلي ''دغه ډول احساس تر ډېره له هغو کسانو سره پیدا شوی، چې د مادي او ځان مشهورولو له کبله له دې ډلې سره یوځای شوي وو، خو وروسته ژر ورته جوته شوه، چې دوی ته د لوکسو موټرو او نورو امکاناتو ورکړل شوې ژمنې عملي نه شوې.''

دوی جلا شویو ویلي، دوی وروسته تر هغه دغه ډله پرېښوده، چې پوی شول ځانمرګو بریدونو ته هڅول کېدل.

یوه جلا شوي تېر کال بي بي سي ته د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل: ''د داعش وحشت ټول خلک وېرولي دي. د خپلې عقیدې هر خلاف شی حرام ګڼي، هرڅوک چې د دوی له خوا حرام ګڼل شوي څیز ته مخه کوي، دو یې مرتد بولي او وژني یې.''

یوه بل لوېدیځوال جلا شوي سپ بي اېس تلوېزیون ته ویلي: ''ډېری هغه چې له داعش سره یوځای کېږي، په انټرنېټ کې د دوی په پروپاګند تېروځي.''

راپور کاږي، د هیلو نه پوره کېدل ددې لامل ګرځي چې له 'اسلامي دولت' سره نور ځوانان یوځای کېدو ته زړونه ښه نه کړي.

ورته مطالب