مړه شوي حاجیان د کومو هېوادونو دي؟

Image caption په وژل شویو کې د نایجر او چاډ هېوادونو حاجیان هم شامل دي خو تر اوسه یې بشپړ جزیات په ډاګه شوي نه دي.

سعودي عربستان کې د حج د مراسمو پر مهال ټېل ماټېل کې د مړو شویو حاجیانو د پېژندګلوۍ بهیر پیل شوی دی.

ایران: (۱۳۱)

په ټېل ماټېل کې تر ټولو ډېر د ایران حاجیان مړه شوي او په دغه پېښه کې د ایران ۱۳۱ وګړي وژل شوي دي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي پر دغه خبر ناخوښي څرګنده کړې او پر سعودي عربستان یې تور لګولی چې اړین اقدامونه یې نه وو کړي.

هند (۱۴)

د راپورونو له مخې په دغه پېښه کې ۱۴ هندي حاجیان هم مړه شوي. د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج پر ټویټر ویلي، جده کې د هند د سفارت چارواکو په پېښه کې د ۱۴ هندي وګړو د وژل کېدو او ۱۳ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د بهرنیو چارو وزیر ویلي، سعودي چارواکو تر اوسه دغه شمېرې نه دي تاید کړي.

پاکستان: (۷)

د پاکستان د مذهبي چارو وزارت پر وېبپاڼه د منا په پېښه کې لږترلږه د اوو پاکستانیانو د وژل کېدو پخلی شوی دی. پر وېبپاڼې د مړو شوو د پاسپورټونو مالومات هم خپاره شوي دي. وېبپاڼه وايي شپږ ټپیان له درملنې وروسته خپلو پنډغالو ته لېږدول شوي دي.

ترکیه: (۴)

اندونیزیا (۳)

کینیا (۳)

په وژل شویو کې د نایجر او چاډ هېوادونو حاجیان هم شامل دي خو تر اوسه یې بشپړ جزیات په ډاګه شوي نه دي.

ورته مطالب