م.م: ورځ کې ۸۰۰۰ کډوال اروپا ته د رسېدو هڅه کوي

Image caption د یونان د ویکټوریا په نامه اورګاډي تمځي کې افغان کورنۍ پر ځمکه ناستې دي.

د ملګرو ملتونو ادارې خبرداری ورکړی چې اروپا ته هره ورځ د نږدې ۸۰۰۰ سوریايي او عراقي کډوال د ورتلو بهیر ښايي دوام ومومي.

دغه شمېرې په سیمه ییزه کچه د ملګرو ملتونو د چارو د همغږۍ مشر امین عوض، رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې په ډاګه کړې دي.

یونان ته هره ورځ څه دپاسه ۵۰۰۰ کډوال ور رسېږي.

د کډوالو نړیوالې ادارې (آی او ایم) بي بي سي ته وویل، که د هوا حالات ښه او پولې پرانیستې وي نو د کډوالو دغه شمېر ښايي ژمي کې هم کم نه شي.

سږ کال نږدې نیم میلیون کډوال چې ډېرې یې د سوریې او په منځني ختیځ او افریقا کې د جنګ ځپلو سیمو خلک دي، اروپا ته رسېدلي.

د یونان د ویکټوریا په نامه اورګاډي تمځي کې افغان کورنۍ پر ځمکه ناستې دي، په داسې حال کې چې خلک یې مخې ته تګ راتګ کوي.

راپورونه وايي د یونان چارواکي ښايي ژر دغه افغانان د اتن ښار په سوېلي څنډو کې د اولمپیک په پارک کې جوړو شویو ځانګړو کورونو ته ولېږدوي.

یوه ځوان افغان عبدالله وویل، "د افغانانو راتګ به و نه درېږي، لا نور به هم راشي."

Image caption هنګري چې خپلې پولې وتړلې، ډېر کډوال له سربیا کرویشیا ته واوښتل، داسې مهال چې باران ورېده

د کډوالو لوړ شمېر د مرکزي اروپا د هېوادونو تر منځ لانجه را پورته کړې ده.

دغو لانجو د جمعې پر ورځ (سپتمبر ۲۵مه) اتریش ته د هنګري د لومړي وزیر وېکټر اوربن له سفر سربېره دوام موندلی.

ښاغلي اوربن او د اتریش لومړي وزیر ورنر فېمن له خبرو اترو وروسته، د خلکو په مخ کې یوځای څرګند نه شول.

تر دې مخکې ښاغلي فېمن ویلي وو کډوالو سره د هنګري سخت چلند جرمني کې د نازیانو پالیسیو ته ورته دی.

هنګري د دغې څرګندونې پر وړاندې له غوسې ډک غبرګون ښودلی و.

ویانا کې د خبرو پر مهال، ښاغلی اوربن وویل، هنګري باید کروشیا سره پر پوله د کډوالو د اوښتو مخنیوي لپاره ګامونه پورته کړي، لکه سربیا سره پر پوله چې یې ازغن تار غځولی دی.

نوموړي وویل د کرویشیا او هنګري پر پوله پورته کېدونکي ګامونه به د کډوالو کړکېچ لپاره "برخلیک ټاکونکې" وي.

ښاغلي اوربن زیاته کړه اتریش سره د هنګري په دودیز ډول ښې اړیکې باید وساتل شي او له ویانا یې وغوښتل چې د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو د خوندیتوب لپاره له ځانه "څرګنده همکاري" وښيي.

کرویشیا، د اروپايي ټولنې تر ټولو نوي غړي، له سربیا ور تلونکو لوی شمېر کډوالو له کبله له ستونزو سره مخامخه ده.

د کرویشیا او سربیا تر منځ لانجه په لفظي شخړې بدله شوه.

خو د جمعې پر ورځ د کرویشیا لومړي وزیر زورن مېلانوېک وویل، هغه هڅه کوي "نن یا سبا" پر پوله د کرویشیا محدودیتونه لرې کړي.

ورته مطالب