نړۍ کې د ټېل ماټېل خونړۍ پې‍ښې

د انځور حقوق AP

په وروستیو کلونو کې زرګونه کسان د ټېل ماټېل پې‍ښو کې مړه شوي، چې ډېری دا ډول پې‍ښې د مذهبي مراسمو پرمهال رامنځ ته شوې دي، ددغو پېښو لنډیز په لاندې ډول دی:‌

جنوري ۱۴مه،‌ ۲۰۱۱ - کیرالا،‌ هند

تر ۱۰۲ ډېر کسان هغه مهال مړه شول، چې له یوه هندي معبد نه زیارت کوونکي د ستنېدو په حال کې وو،‌ دا سیمه له نورو سیمو جلا او لیرې ده‌ چې ګڼ‌ ځنګلونه لري.

نومبر ۲۲مه،‌ ۲۰۱۰،‌ پنوم بنه،‌ کمبوډیا

تر ۳۷۵ ډېر کسان د تونلي ساب پر سیند د پله پر سر د ټېل ماټېل له کبله مړه شول، دوی د اوبو کلني ندارتون پرمهال هلته خوشحالۍ کولې. لومړي‌وزیر هون سین دا پېښه له "سرو خمیرو" وروسته په هېواد کې تر ټولو ډېره خونړۍ پېښه وبلله.‌

سپتمبر ۳۰مه، ۲۰۰۸،‌ راجستان، هند

د هند شاموندا دیوي معبد کې د ټېل ماټېل له کبله تر ۲۲۰ ډېر کسان مړه شول، دوی د جودپور ښار په مهراجا مشهوره کلا کې سره راغونډ شوي وو.‌

اګست ۳مه،‌ ۲۰۰۸،‌ هیماچال/پرادیش،‌ هند

۱۴۰ کسان هغه مهال مړه شول، چې د هند په شمال کې پر یوې تپې جوړ شوي معبد کې خلکو ټېل ماټېل پیل کړ.‌

جنوري ۱۲مه،‌ ۲۰۰۶، منی،‌ سعودي عربستان

سعودي عربستان کې د حج مراسمو پرمهال ۳۶۴ کسان د ټېل ماټېل له کبله مړه شول. سعودي چارواکو ویلی‌ وو،‌ پېښه د لېږد پرمهال له بسونو د ځینو توکو او بکسونو د لوېدو له کبله د یوه پله په خوله کې رامنځ‌ ته شوې ده.

اګست ۳۱مه،‌ ۲۰۰۵،‌ بغداد،‌ عراق

نژدې زر شیعه زیارت کوونکي د ټېل ماټېل او دجلې سیند ته د لوېدو او ډوبېدو له کبله مړه شول، خو هغه مهال ګنګوسه شوه چې ځانمرګی برید شو،‌ ډېری قربانیان ښځې او ماشومان وو.‌

جنوري ۲۵مه،‌ ۲۰۰۵،‌ مهراچترا،‌ هند

نژدې ۳۰۰ هندوان ماندهار دیوي معبد ته پر لاره مړه شول. ګڼ قربانیان وڅکول شول او تر مرګ پورې وسوځېدل. پېښه د لارې په اوږدو کې د اور د بلېدو له کبله رامنځ‌ ته شوه،‌ همدا وو چې خلکو یوې تنګې لارې ته مخه کړه او سخت ټېل ماټېل او غورېږ جوړ شو.

فبروري لومړۍ، ۲۰۰۴، منی،‌ سعودي عربستان

نژدې ۲۵۰ حاجیان ولوېدل او د ۲۷ دقیقو لپاره ټېل ماټېل روان وو.‌ چارواکو وویل تر اندازې ډېرو حاجیانو ته د جمرو ویشتلو کې اجازه نه وه ورکړل شوې.‌

مې ۹مه،‌ ۲۰۰۱،‌ اکرا،‌ ګانا

نژدې ۱۲۶ کسان د اکرا په سپورتي لوبغالي کې وروسته تر هغه مړه شول، چې دوو سیالیو لوبډلو سیالي کوله.‌ ژغورل شویو پر پولیسو تور پورې کړی و چې په ټېل ماټېل کې یې اوښلن غاز وکاراوه چې هلته فضا ډېره تنګه او د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره وه.‌ پېښه د ماتې خوړلې ډلې د پلویانو له قهرجنې مظاهرې وروسته وشوه.

اپریل ۹مه،‌ ۱۹۹۸،‌ منی، سعودي عربستان

د جمرو ویشتلو پرمهال لږترلږه ۱۱۸ حاجیان مړه او تر ۱۸۰ ډېر نور ژوبل شول. ګڼ قربانیان د اندونیزیا او مالیزیا وګړي وو، د ټېل ماټېل له کبله په حاجیانو کې وېره خپره شوه او ګڼ یې ولوېدل.

جولای ۲مه،‌ ۱۹۹۰، سعودي عربستان

نژدې ۱۴۲۶ حاجیان - چې ډېری یې د آسیايي هېوادونو وو ـ په مکه کې سپېڅلو ځایونو ته پر لاره د یوه تونل تر نړېدو وروسته مړه شول. چارواکو وویل، د تونل له لوېدیو وروسته د قربانیانو ساه ګانې بندې شوې دي.

ورته مطالب