"د منا په څېر پېښو مخنیوی د انسان له وسې بهر دي"

Image caption لوی مفتي د سعودي د کورنیو چارو له وزیر شهزاده محمد بن نایف سره خبرې کړي او ورته یې ویلي دي چې دی د پېښې مسوولیت نه لري.

د سعودي لوی مفتي ویلي چې د حج مراسمو پر مهال منا کې د ټېل ماټېل له امله د څه باندې ۷۰۰ کسانو د مړینې او دې ته ورته پېښو کنترولول د انسان په وس کې نه دي او دا ټول د قسمت او تقدیر کار دی.

لوی مفتي د سعودي د کورنیو چارو له وزیر شهزاده محمد بن نایف سره خبرې کړي او ورته یې ویلي دي چې دی د پېښې مسوولیت نه لري.

شهزاده محمد بن نایف چې د حج د تنظیموونکې کمېټې مشر هم دی د جمعې په ماښام د سعودي لوی مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله الشیخ لیدو ته ورغلی و.

لوی مفتي ښاغلي نایف ته وویل

"دا هر څه چې پېښ شول ته یې مسوول نه یې. هر هغه څه چې د انسان په وس کې نه وي ته یې مسوول نه یې. تقدیر او قسمت اړول ناشونی کار دی"

د سعودي د لوی مفتي دا څرګندونې وروسته له هغې په ډاګه شوي چې د ایران د ملي امنیت سترې شورا پر سعودیانو د "بې کفایتۍ" تور لګولی او له دوی یې غوښتي چې د مړینو "مسولیت ومني."

پر سعودي نیوکې

Image caption د سعودي عربستان د روغتیا وزیر وايي پېښه د سپارښتنو او لارښونو د نه تعقیبولو له کبله رامنځته شوې.

ایران د هغو هېوادونو په سر کې دی چې پر سعودي عربستان یې د حج د مراسمو پر مهال په مکه مکرمه کې د پنجشنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۴مه) د ۷۱۷ حاجیانو د مړینې او ۸۶۳ نورو د ټپي کېدو له کبله نیوکې کړې دي.

د ایران د ملي امنیت سترې شورا پر سعودیانو د "بې کفایتۍ" تور لګولی او له دوی یې غوښتي چې د مړینو "مسولیت ومني".

نایجریا د سعودي عربستان د روغتیا وزیر هغه خبرې رد کړې چې وايي پېښه "د سپارښتنو او لارښونو د نه تعقیبولو" له کبله رامنځته شوې.

د جمعې پر ورځ (سپتمر ۲۵مه) د ایران د ملي امنیت د سترې شورا ویاند کیوان خسروي د ایسنا خبري اژانس ته وویل، "حقیقت دا دی چې پېښه کې او د حج مراسمو د سمبالولو په برخه کې د سعودي عربستان بې کفایتي په ډاګه شوې او ریاض باید مسولیت ومني."

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ايي هم د پنجشنبې پر ورځ ویلي وو، "ناورین د ناسمې ادارې او نامناسبو اقداماتو له کبله رامنځته شوی."

د انځور حقوق AFP
Image caption پېښه جمراتو ته د حاجیانو د لېږېدو پرمهال د منا د ۲۲۳ سړک په ۲۰۴ کوڅه کې شوې ده،‌ چې په ډېر ټېر ماټېل کې یوشمېر حاجیان لوېدلي او د نورو تر پښو لاندې شوي‌دي.‌

ایران د دریو ورځو لپاره د ویر اعلان کړی دی.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېټې مشر علاوالدین بروجردي پر نورو اسلامي هېوادونو غږ کړی چې سعودي عربستان ته دې خپل شکایتونه وسپاري.

تر دې مخکې د سعودي عربستان پاچا سلمان په مکه کې د ټېل ماټېل له کبله د ۷۱۷ حاجیانو د مړینې او د ۸۶۳ نورو د ژوبلېدو د پېښې د څېړلو لپاره یوه جرګه ټاکلې وه.

د سعودي "الاخباریة" تلوېزیون ویي، دا پرېکړه د حج په چارو کې د یادې پېښې په تړاو له امنیتي چارواکو سره د ولي عهد له یوې بېړنۍ ناستې وروسته شوې ده.

بل خوا،‌ د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، شاید د پېښې اصلي لامل د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه او د ځای تنګوالی وي، خو دا هم نه شي ردېدلی چې هلته ګرمي ښته ډېره وه.‌

جګړن منصور ترکي وايي،‌ د ګومارل شوې جرګې پایلو په انتظار دي.‌

د سعودي د روغتیا وزیر هم ویلي، دا مهال ژورې څېړنې پیل شوې دي.‌

پېښه جمراتو ته د حاجیانو د لېږېدو پرمهال د منا د ۲۲۳ سړک په ۲۰۴ کوڅه کې شوې ده،‌ چې په ډېر ټېر ماټېل کې یوشمېر حاجیان لوېدلي او د نورو تر پښو لاندې شوي‌دي.‌

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Saudi Civil Defense agency

په ۲۰۰۶ کال هم د جمراتو په سیمه ورته پېښه شوې وه،‌ چې لږترلږه ۳۶۰ حاجیان پکې مړه شوي وو، چې بیا وروسته د سعودي چارواکو د ورته پېښو د مخنیوي لپاره د حاجیانو د خوځېدو د اسانتیاو پخاطر د جمرو لپاره د پله جوړولو پروژه پیل کړه.‌

دغه پل له څلورو پوړونو جوړ شوی، چې اوږدوالی یې ۹۵۰ متره او سور یې ۸۰ متره کېږي،‌ خو له بنسټ نه د ۱۲ پوړو او د پنځو میلیونو حاجیانو د تېرېدو زغملو توان لري.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي، د پېښې ډېر مسؤولیت د سعودي پر حکومت اچول کېږي. په پېښه کې ۹۵ ایراني حاجیان هم مړه شوي.

سعودي عربستان کې چارواکي وايي، مکې مکرمې کې لږترلږه ۷۱۷ حاجیان د پښو لاندې کېدو له امله مړه شوي دي.

پېښه کې چې د مینا تر څنګ رامنځ ته شوه، نږدې ۸۶۳ کسان ټپیان هم دي.

دا په تېرو ۲۵ کلونو کې د حج مراسمو پر مهال تر ټولو مرګونې پېښه ده.

اوسمهال د حج فریضې ادا کولو لپاره لږترلږه دوه میلیونه حاجیان سیمه کې حضور لري.

د انځور حقوق AP
د انځور حقوق AFP

پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې حاجیانو غوښتل مینا کې د شیطان ستنه په تیږو وولي.

په روان کال کې دا دویمه خونړۍ پېښه ده چې د حج د مراسمو په ترڅ کې پېښېږي.

له دې مخکې د مکې مکرمې په مسجدالحرام کې د کرین لوېدو پېښه کې هم له سلو ډېر حاجیان مړه شوي وو.

د انځور حقوق AP
Image caption په روان کال کې دا دویمه خونړۍ پېښه ده چې د حج د مراسمو په ترڅ کې پېښېږي

د حج په مراسمو کې د سلګونو کسانو د ګڼې ګوڼې له کبله دا ډول پېښې مخکې هم شوې دي.

د سږ کال حج مراسمو ته د نړۍ له لر و بره تر دووه میلیونه ډېر حاجیان راغلي دي.

د چارواکو له خوا خپاره شوي انځورونه ښيي چې د ژغورنې کارکونکي د ټپیانو درملنه کوي او امبولانسونو ته یې پورته کوي.

چارواکو وویل، ټپیان د بېلا بېلو هېوادونو دي خو په دې اړه یې جزیات ور نه کړل.

Image caption ویل کېږي ګڼه ګوڼه هغه مهال رامنځته شوه چې حاجیانو غوښتل شیطان په تیږو وولي.
Image caption په تېره لسیزه کې سعودي عربستان د حاجیانو خوندیتوب لپاره د ودانیو په بنسټونو کې ګڼ بدلونونه راوستي دي.

سیمه کې د بي بي سي یوه خبریاله وايي، په ټپیانو کې یې د نایجر هېواد ډېر وګړي لیدلي دي.

د سعودي د مدني دفاع ادارې تر اوسه د پېښې د رامنځته کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

خو د الجزیرې خبري تلویزون راپور ورکړی چې پېښه د شیطانو ویشتلو په سیمه کې نه بلکې په ۲۰۴ واټ د پنډغالو تر څنګ رامنځته شوې ده.

تر دې مخکې د حج غمیزې:

۲۰۰۶ کال: په شګو د شیطان د ویشتلو پر مهال ۳۶۴ حاجیان مړه شول.

۱۹۹۷ کال: د اور لګېدنې له کبله ۳۴۳ حاجیان مړه او ۱۵۰۰ نور ټپیان شول.

۱۹۹۰: ۱۴۲۶ حاجیان د پښو لاندې کېدو له امله مړه شول.

۱۹۸۷: ۴۰۰ کسان داسې مهال مړه شول چې سعودي چارواکو هڅو کوله ایراني پلوه مظاهره کونکي کنترول کړي.

.

ورته مطالب