فرانسې سوریه کې پر ''اسلامي دولت'' لومړۍ بمباري کړې

فرانسې د سوریې د ننه پر ''اسلامي دولت'' د لومړي ځل لپاره بمباري کړې ده. د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر وايي، فرانسې دا برید له سیمه ییزو همکارانو سره کړی دی.

فرانسې ویلي، د لومړي ځل لپاره یې د سوریې د ننه د ''اسلامي دولت'' پرضد هوايي بریدونه کړي دي.

د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر ویلي، فرانسه پلان لري چې له تېرو دوو اونیو راهیسې یې دغه برید ته چمتووالی نیولی دی.

فرانسې په یوه لنډه ویناپاڼه کې ویلي، دا برید یې له سیمه ییزو همکارانو او شریکانو سره په همغږۍ کړی دی.

فرانسوي جیټ الوتکو مخکې د سوریې په ګاونډي عراق کې هم د ''اسلامي دولت'' پرضد هوايي بریدونه کړي دي.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند ویلي ''زموږ هېواد د داعش په څېر ترهګرو ډلو پروړاندې مبارزې او جګړې ته ژمن دی.''

نوموړی زیاتوي: ''موږ به هر هغه وخت بمباري وکړو، چې زموږ ملي امنیت په خطر کې وي.''

ولسمشر فرانسوا اولاند د روانې میاشتې لومړیو کې ویلي وو، چې فرانسه سوریې ته د جیټ الوتکو لپاره چمتووالی نیسي.

فرانسې هم د بریتانیا په څېر، وړاندې عراق کې د ''اسلامي دولت'' پر جنګیالیو بمباري کړې ده.

د انځور حقوق Getty
Image caption ولسمشر فرانسوا اولاند د روانې میاشتې لومړیو کې ویلي وو، چې فرانسه سوریې ته د جیټ الوتکو لپاره چمتووالی نیسي.

د روانې میاشتې لومړیو کې بریتانیا اعلان وکړ، چې سوریه کې یې د دوو بریتانویانو پرضد د بې پیلوټه الوتکې په مټ بریدونه وکړل.

د امریکا په مشرۍ ایتلاف په عراق او سوریه کې له تېر څه باندې یوه کال راهیسې د ''اسلامي دولت'' ډلې پر ضد بریدونه کوي.

ورته مطالب