عربستان ایران د مِنا له پېښې په 'سیاسي ګټې' اخیستو تورن کړی

عادل الجبیر د انځور حقوق Reuters
Image caption الجبیر وايي، ایران باید د منا له پېښې سیاسي ګټه پورته نه کړي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر نیویارک کې خبریالانو ته وویل ''ایرانیانو ته غوره دا ده چې د اسلامي شعائرو (حج) پرمهال له ناوړه پېښې نه سیاسي ګټه پورته نه کړي.''

نوموړی وايي ''موږ هېڅ شی نه پټوو، که چېرې کومه تېروتنه شوې وي، موږ به یې له عاملینو سره ارومرو حساب او کتاب ولرو.''

دی وايي ''غواړم یوځل بیا ووایم چې له دې ناوړه پېښې باید سیاسي ګټه پورته نه شي. ایراني مشران باید ددغې غمیزې د پایلو تر جوتېدو پورې صبر وکړي.''

د تېرې شنبې په ورځ په ملګرو ملتونو کې د عمومي غونډې پرمهال د ایران ولسمشر حسن روحاني له ملګرو ملتونو مکې مکرمې ته څېرمه د حاجیانو د ټېل ماټېل وژونکې پېښې په اړه څېړنه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د تېرې پنجشنبې په ورځ مکې مکرمې ته څېرمه په منا کې د حاجیانو د ټېل ماټېل له کبله لږترلږه ۷۶۹ کسان ووژل شول، چې ۱۳۴ پکې ایرانیان وو.

روحانيدا پېښه ''زړه بوږنوونکې'' وبلله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره تر خبرو وړاندې په ملګرو ملتونو کې وویل ''اوس په سعودي کې د تېرې غمیزې په اړه څېړنې ته اړتیا ده.''

د انځور حقوق Getty
Image caption د تېرې پنجشنبې په ورځ مکې مکرمې ته څېرمه په منا کې د حاجیانو د ټېل ماټېل له کبله لږترلږه ۷۶۹ کسان ووژل شول، چې ۱۳۴ پکې ایرانیان وو.

د سعودي مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ وویل د منا پېښه کې د سعودي چارواکي مسؤول نه دي.

آل الشیخ وايي، دا پېښه د ''تقدیر له مخې'' رامنځ ته شوې.

مفتي دا څرګندونې د سعودي له وليعهد او د حاجیانو د عالي جرګې له مشر شهزاده محمد بن نایف سره په خبرو کې کړې دي.

د انځور حقوق SAUDI PRESS AGENCY
Image caption د سعودي مفتي شیخ عبدالعزیز بن عبدالله آل الشیخ وویل د منا پېښه کې د سعودي چارواکي مسؤول نه دي.

د سعودي عربستان مفتي وليعهد بن نایف ته ویلي: ''تاسې د تېرې پېښې مسؤول نه یاست.''

د تېرې جمعې په ورځ سعودي عربستان ویلي وو، ځینو حاجیانو د خوندیتوب لارښوونې نه دي عملي کړې، همدا ده چې پخپله حاجیان هم یوڅه ملامت دي.

Image caption روحاني په ملګرو ملتونو کې د منا پېښه ''زړه بوږنوونکې'' وبلله.

د منا پېښه کې وژل شوي د کومو هېوادونو دي:

  • ایران: لږترلږه ۱۴۰ کسان
  • مراکش: ۸۷ کسان
  • کامرون: لږترلږه ۲۰ کسان
  • نیجر: لږترلږه ۹ کسان
  • هند: ۱۸
  • مصر : ۳۷
  • پاکستان: ۱۱
  • چاډ: ۱۱
  • سومالیا: ۸ کسان
  • سنیګال: ۵ کسان
  • الجزایر: ۴ کسان
  • تنزانیا: ۴ کسان
  • ترکیه: ۴ کسان
  • اندونیزیا: ۳ کسان
  • کینیا: ۳ کسان
  • نایجریا: ۳ کسان
  • هالنډ: ۱ کس
  • بورورنډي: ۱ کس
  • بورکینا فاسو: ۱ کس

ورته مطالب