مکسیکو کې د ۴۳ تري تم شویو زده کوونکو په تړاو لاریون

د انځور حقوق B
Image caption دغه مېندې او پلرونه له دولت نه غواړي چې د نړیوالو تر څارنې لاندې دې ځانګړي ځواکونه په دې اړه پلټنې وکړي

په مکسیکو کې د ۴۳ زده کوونکو د تري تم کېدو نه پوره یو کال تېر شو.

د مکسیکو په پلازمېنه کې د دغو ۴۳ زده کوونکو د میندو او پلرونو په ګډون زرګونو کسانو له همدې کبله نن لاریون کړی و.

د مکسیکو په ښار کې دغو لاریون کوونکو له ځانه سره په لېږدونکو انځورونو لیکلي، چې د 'انصاف غوښتونکي دي'.

دغه مېندې او پلرونه له دولت نه غواړي چې د نړیوالو تر څارنې لاندې دې ځانګړي ځواکونه په دې اړه پلټنې وکړي.

د ازادو کارپوهانو یوه ډله وايي، چې دغه زده کوونکي ځکه وژل شوي چې دوی په ناپوهۍ کې یو داسې بس موټر کنترول په لاس کې اخیستی و چې ناقانونه مخدره توکي په کې ځای پر ځای شوي وو او دولت د دوی د ژغورنې لپاره هېڅ ونه کړل.

همدارنګه ولسمشر انریکا پینانیتو اعلان وکړ چې یو ځانګړی ټیم د دغې قضیې د څېړنې لپاره جوړوي.

د انځور حقوق B
Image caption په مکسیکو کې د ۴۳ زده کوونکو د تري تم کېدو نه پوره یو کال تېر شو

له دغو لاریون کوونکو څخه یو یې وايي: "موږ لېواله یو چې انصاف وشي موږ دلته د انصاف غوښتلو ته راغلي یو."

"دلته باید هیڅ بې عدالتي نه وي د ۴۳ له شاه زرګونه تري تم شوي."

د جرم ضد فعال ګېدالپ ویسنکیو وايي، دا لاریون د مکسیکو ټولو وګړو ته یو مثال و چې رابیدار شي او خاموشه پاتې نه شي.

ورته مطالب