کامیرون د سوري کړکېچ هواري ته نوې دیپلوماتیکې هڅې غواړي

د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ کامیرون چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د برخې اخیستو لپاره نیویارک ته تللی ټاکل شوې، چې د نړۍ له مشرانو سره په لیدنه کې د سوریې د کړکېچ لپاره د نوې حل لارې موندلو هڅه وکړي.

تمه کېږي چې ښاغلی کامیرون به د سوریې په لنډمهالي دولت کې د بشار الاسد د ګډون سره له مخالفت نه لاس په سر شي.

کیدای شي د بریتانیا لومړی وزیر د ملګرو ملتونو په سازمان کې له چارواکو سره د لیدنې پرمهال په ځانګړي توګه د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره په دغه ټیکي به ټینګار وکړي چې د سوریې بحران د سوله ییز حل لپاره د دغه هېواد په رهبرایت کې باید بدلون راشي تر څو له دې لارې وکولی شو بېلا بېلې ډلې سره راټولې او متحدې یې کړو.

په دې اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې هیله مند دی په نیویارک کې خبرې او د نظرونو بدلون د چاروکو د لیدنې په ترڅ کې د سوریې د ستونزو لپاره حل لاره کې ګټور تمام شي.

امریکايي ځواکونو ویلي، د ایران له بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره د ښاغلي کېري په لیدنه کې هم د سوریې موضوع مطرح شوې ده.

د ایران د اتومي هوکړې نه وروسته دا لومړی ځل دی چې ښاغلي ظریف او کيري سره ویني.

ښاغلي کيري څو روځې مخکې له ایران او روسیې نه غوښتي وه چې د سوریې د بحران د پای ته رسولو لپاره خپلې هڅې وکړي او وویل، چې واشنګتن چمتو دی ژر تر ژره بحث پیل کړي او د دغې ستونزې لپاره سیاسي حل لاره پیدا کړي.

ورته مطالب