د فیسبوک بنسټګر د کډوالو کمپونو ته انټرنېټ ورکوي

زوکربرګ د انځور حقوق AP
Image caption زوکربرګ وویل، فیسبوک نژدې ۱،۵ میلیارد کاروونکي لري، چې په میاشت کې لږترلږه یوځل دغې وېبپاڼې ته ننوځي، خو تېره میاشت په لومړي ځل په یوه ورځ کې ددغې وېبپاڼې د کاروونکو شمېر یو میلیارد ته رسېدلی و.

د فېسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ د ملګرو ملتونو کډوالو کمپونو ته د انټرنېټ رسولو پلان اعلان کړی.

نیویارک کې د ملګرو ملتونو یوې غونډې ته وینا کې نوموړي وویل، دا به له کډوالو سره د مرستو موندنې او له کورنیو سره اړیکو موندلو کې مرسته وکړي.

هغه دا هم وویل، چې فېسبوک به راتلونکو پنځو کلونو کې د نړۍ پر مخ هر کس ته د انټرنېټ رسولو یوه کمپاین برخه وي.

د هغه په خبره انټرنېټ کولای شي ملګرو ملتونو سره د بېوزلۍ ختمولو او پرمختیايي پروګرامونو کې مرسته وکړي.

نوموړي خپل دغه کمپاین ته د ''د انټرنېټ له لارې د اتصال اعلان'' نوم ورکړی، چې د راک موسیقۍ ستوری بونو او ممثله چارلز تیرون او شتمن بېل ګېټس سربېره د ویکیپېډیا وېبپاڼې بنسټګر جیمي وېلز هم پکې ګډون لري.

زوکربرګ وویل: ''انټرنېټ ته لاسرسی له کډوالو سره مرسته د مرستندویانو په ملاتړ کې هکاري کولی شي، او له خپلو دوستانو او د کورنیو له غړو سره په اسانه او ارزانه طریقه اړیکه نیولی شي. فیسبوک د اړیکو نیولو ټولې اسانتیاوې لري. ''

د نړۍ په لروبر کې نژدې درې میلیارده انسانان انټرنېټ ته لاسرسی لري، خو اوس هڅه دا ده چې نژدې څلور میلیارد نور انسانان هم د انټرنېټ له لارې له یوبل سره اړیکه ونیولی شي.

د انځور حقوق PA
Image caption د فیسبوک بنسټګر وايي هیله یې دا ده چې د فیسبوک کاروونکو شمېر ډېر شي

زوکربرګ وویل، فیسبوک نژدې ۱،۵ میلیارد کاروونکي لري، چې په میاشت کې لږترلږه یوځل دغې وېبپاڼې ته ننوځي، خو تېره میاشت په لومړي ځل په یوه ورځ کې ددغې وېبپاڼې د کاروونکو شمېر یو میلیارد ته رسېدلی و.

نوموړی هیله مند دی چې د فیسبوک کاروونکو شمېر به نور هم ډېر شي.

ورته مطالب