د اونۍ غوره خبري انځورونه

لاندې د اونۍ هغه غوره خبري انځورونه دي، چې د نړۍ په لروبر کې د بېلابېلو پېښو پرمهال اخیستل شوي.

Image caption پاپ فرانسیس، هولګوین ښار ته له رسېدو وروسته، د کیوبا له ولسمشر راول کاسټرو سره روغبړ کوي، او هلته د کاتولیک مسیحیانو د مذهبي مراسمو ته ورغلی.
Image caption جان هام په "مډ من" ډرامه کې د لوبېدو له برکته لومړنۍ جایزه ترلاسه کوي، خو له خوښۍ یې پښه پر سټېژ وښوېده او نژدې وه چې غاښونه یې مات شي، نوموړي ته جایزه ورکوونکې ټایني فای هم وخندل.
Image caption د اروپايي ټولنې وزیرانو په غړو هېوادونو کې د ۱۲۰ زره کډوالو د مېشتېدو پر سر رایې ورکړې. د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو ترمنځ قهرجن بحثونه وشول.
Image caption افغان ماشوم له لوی اختر وړاندې د قربانۍ لپاره یو ګډ پر شا لېږدوي.
Image caption د جاپان رګبي لوبډلې د سوېلي افریقا لوبډلې ته ماتې ورکړه، دا بریا ناڅاپي وه، ځکه چې سوېلي افریقا دوه ځلې په ۱۹۹۵ او ۲۰۰۷ کلونو کې د رګبي نړیواله سیالي ګټلې وه. خو جاپان له ۱۹۹۱ کال راهیسې هېڅ نړیوال جام نه وو ګټلی.
Image caption تیم فارون په کلنۍ غونډه کې د لیبرال دیموکراتانو د مشر په توګه ژمنه وکړه، چې واک ته به یې د ګوند له رسېدو وروسته، د بریتانیا په ټولو برخو کې خپل ګوند پیاوړی کړي. ده وویل، ګوند یې اوس د واکمن محافظه کار ګوند پروړاندې یوازېنی سیال دی.
Image caption موډله لندن کې د پسرلي د کریسټوفر کاین نندارتون کې خپل ابتکارات وړاندې کوي.
Image caption ایران کې پوځيان په کلنۍ پوځي ننداره کې د پټېدو په کالیو کې خپل هنر ښيي.
Image caption د استرالیا کنبیرا ولایت کې د نایټفېسټ په نامه کلنی نندراتون، چې رنګارنګ ګلان پکې وړاندې کېږي.
Image caption مېړه او ښځه هوسۍ د مني لومړیو ورځو کې د لندن ری[مونډ ساتېري ځای کې.