اسرائیلو د سوریې پر پوځ توغندیز برید کړی

د انځور حقوق EPA
Image caption د سوریې د پوځ یوه پوسته د جولان په لوړو د قنیطره په سیمه کې څلور ځلې د اسرائيلي ځواک تر بریدونو لاندې راغلې او د تلفاتو په اړه یې څه نه دي ویلي

د جولان پر لوړو چې د اسرائیلو تر کنټرول لاندې دی د سوریې لخوا د څو راکټوني بریدونو له کبله د یکشنبې په ورځ اسرائیلي پوځ وویل، د سوریې د پوځ پر دوو پوځي ځایونو یې د درنو وسلو بریدونه کړي.

اسرائیلي پوځ وايي، په تېرو دوو ورځو کې دوه راکټونه چې د سوریې لخوا توغول شوي وو د جولان پر لوړو لګېدلي خو زیان یې نه دی اړولی.

اسرائیلو ویلي، په سوریه کې د ښکېلو دواړو خواوو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دغه توغندي راغلي، خو د پوځ ویاند وايي، اسرائیلو د سوریې پوځ د سوریې له خوا تعرض او برید له کبله مسول او ځواب ورکوونکی ګڼي.

په بریتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن وايي، د سوریې د پوځ یوه پوسته د جولان په لوړو د قنیطره په سیمه کې څلور ځلې د اسرائيلي ځواک تر بریدونو لاندې راغلې او د تلفاتو په اړه یې څه ونه ویل.

فعالان د قنیطره په سیمه کې د سوریې پوځ او مخالفو وسله والو ترمنځ د سختو نښتو په اړه خبر ورکوي.

په سوریه کې د کورنیو جګړو له پیل راهیسې د جولان په لوړو کې نښتو زور اخیستی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په تېرو دوو ورځو کې دوه راکټونه چې د سوریې لخوا توغول شوي وو د جولان پر لوړو لګېدلي خو زیان یې نه دی اړولی

اسرائیلو په ۱۹۶۷ کال د جولان ۱۲۰۰ کیلومتره پراخه غونډیو یوه برخه په شپږو ورځو کې ونیوه، او له خپلې خاورې سره یې یو ځای کړه، خو د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت نه ده پېژندل شوې.

ورته مطالب