روسیه د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې همغږي غواړي

د انځور حقوق RIA Novosti
Image caption پوتین له سي بي اېس سره په مرکه کې وویل، د سوریې دولتي ځواکونه دغه هېواد کې یوازیني قانوني ځواکونه دي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د مبارزې لپاره د یوه سیمه ییز همغږي نظام غوښتونکی دی.

ښاغلي پوتین له امریکايي تلویزیون سي بي اېس سره په مرکه کې یو ځل بیا د سوریې د ولسمشر بشار اسد له دولته پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ، خو لوېدیځ هېوادونه له واکه د اسد د لیرې کولو غوښتنه کوي.

پوتین به د ملګرو ملتونو په غونډه کې نن دوشنبې (۲۸) د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري او امکان لري چې د سوریې د کړکېچ په باب خبرې ورسره وکړي.

بل خوا، د بریتانیا لومړی وزیر ډیویډ‌ کامیرون چې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د برخې اخیستو لپاره نیویارک ته تللی دی تمه کېږي چې د سوریې په انتقالي دولت کې د بشار اسد د شتون سره له مخالفت نه لاس واخلي.

ټاکل شوې چې کامیرون به د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډه په خبرو کې وايي، چې بشار اسد کولی شي د لنډ وخت لپاره د انتقالي دولت مشر پاتې شي.

کامیرون، اوباما او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د دې غوښتونکي وو چې ښاغلی اسد دې د سولې د هوکړې لپاره د دولت نه لاس په سر شي خو دا غوښتنه څو ځلې د روسیې لخوا رد شوې.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د یکشنبې په ورځ د سوریې د بحران په اړه د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف سره خبرې وکړې

کامیرون د یکشنبې په ورځ نیویارک ته له رسېدو وروسته وویل:''بشار اسد نه شي کولی چې د سوریې د راتلونکي یوه برخه ووسي ده خپل خلک قصابي کړل او د مناقشې او د کډوالو د بحران رامنځ ته کولو کې مرسته کړې ده عملاً د ''اسلامي دولت'' د جنګیالي دنده ترسره کړې.''

اروپا ته د کډوالو د سیلاب ورماتېدو په درشل کې اروپايي مشران مخکې له مخکې د سوریې د بحران د حل لپاره د سیاسي حل لارې پر موندلو ټینګار کوي.

په سوریه کې د اسد له دولت نه د روسیې لخوا کلک نظامي ملاتړ هم د دې لامل شوی چې د دغه بحران لپاره دیپلوماتیکې حل لارې ولټول شي.

د عراق دولت د یکشنبې په روځ اعلان وکړ، چې د ''اسلامي دولت'' پر وړاندې د مقابلې لپاره له روسیې ایران او سوریې سره معلوماتي او امنیتي مرستې پیل کړې.

د عراق د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې دغه مرستې له تېرې میاشتې راهیسې د دوه اړخیزو او هر اړخیزو عملیاتو په چوکاټ کې پیل شوې.

پوتین له سي بي اېس سره په مرکه کې وویل، د سوریې دولتي ځواکونه، دغه هېواد کې یوازیني قانوني ځواکونه دي.

Image caption بشار اسد نه شي کولی چې د سوریې د راتلونکي یوه برخه ووسي ده خپل خلک قصابي کړل او د مناقشې او د کډوالو د بحران رامنځ ته کولو کې مرسته کړې ده عملاً د ''اسلامي دولت'' د جنګیالي دنده ترسره کړې

نوموړي وویل، د سوریې پوځ له ترهګرو سازمانانو سره جګړه کوي او روسیه به ''خوشحاله شي که د ترهګرو پر وړاندې د ګډو اقداماتو تر سره کولو زمینه برابره شي''.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د یکشنبې په ورځ د سوریې د بحران په اړه د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف سره خبرې وکړې او وویل:''دغه هڅې تر اوسه همغږې شوې نه دي او امریکا مخې ته د ګام اخیستو په اړه اندېښنې لري.''

ورته مطالب