پوتین: پر "اسلامي دولت" ډلې به هوايي بریدونه وکړو

د انځور حقوق Getty

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین وايي، که د ملګرو ملتون سازمان یې تاييد کړي پر "اسلامي دولت" ډلې هوايي بریدونه کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، چې هېواد یې دمګړۍ د "اسلامي دولت" په نامه ډلې د هوايي بریدونو په تړاو ارزونه کوي.

ښاغلي پوتین د ملګروملتونو د سازمان د عمومي غونډې په څنډه کې د امریکا له ولسمشر باراک اوباما سره له لیدنې وروسته دغه څرګندونې وکړې.

دواړو مشرانو ۹۰ دقیقې خبرې وکړې او ښاغلي پوتین دغه خبرې،رغنده، جدي او ريښتونې و بللې خو وايي چې امریکا باید د سوریې د ولسمشر بشار اسد د لرې کېدو غوښتونکې نه وي.

امریکا او متحدینو یې له تېرې میاشتې راهیسې په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" پر هدفونو بریدونه کوي.

روسیه د بشر الاسد له اصلي ملاتړو څخه بلل کېږي او د دغو دو هېوادونو مرسته په ځانګړي ډول په نظامي برخه کې په وروستیو څو میاشتو کې زیاتې شوې.

پوتین ویلي، چې هېواد یې د سوریې د پوځ د پیاوړي کیدو ارزونه کوي.

روسیه وايي، چې د "اسلامي دولت" ډلې پر وړاندې د مبارزې لپاره له بشار الاسد سره مرسته نه کول لویه تېروتنه ده.

امریکا او فرانسه ټینګار کوي چې د سوریې ولسمشر باید له قدرت نه لاس پر سر شي، خو ښاغلي پوتین وايي:،دوی د سوریې اوسېدونکي نه دی نو باید چې د دغه هېواد د مشر په ټاکلو کې لاسوهنه و نه وکړي.

د روسیې ولسمشر ویلي، چې هېواد به یې په هغه حالت کې پر "اسلامي دولت" ډلې هوايي برید وکړي چې د ملګروملتونو سازمان یې تاييد کړي. نوموړي له سوریي ځواکونو سره د روسیې د ځمکنیو ځواکونو ګډون رد کړ.

ورته مطالب