په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کندوز کې د افغان سرتېرو ملاتړ ته د ناټو ځانګړي ځواکونه رسېدلي

د افغانستان په کندوز کې طالب اورپکو وروستی حکومتي پوځي مرکز هم نیولی دی او له افغان حکومتي ځواکونو سره یې جګړه اوس روانه ده.

وړاندې یې بالا حصار هم تر ګوتو کړ خو د ښار هوايي ډګر له افغان ځواکونه سره دی.

دوی لګیا دي د طالبانو د وړاندې تګ مخه نیسي.

د ناټو ځواکونو یوه وړه ډله هم کندوز کې ده چې له حکومتي پوځ سره مرسته وکړي.

دا له ۲۰۰۱ کال راهیسې لومړی ځل دی چې طالبان دا ډول یو لوی ښار نیسي.

همدا په داسې وخت کې چې په افغانستان کې نړیوال شتون کمېږي د طالبانو پیاوړتیا ښيي.

اوس پوښتنې پر دې را پورته شوي چې ایا افغانستان په یوازې ځان له دې ډول حالت سره د مقابلې توان لري؟