پاکستان: د افغانستان ستونزې د تور لګولو له لارې نه حل کېږي

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په کشمېر کې د هندي پوځیانو د زور زیاتي له کبله تاوتریخوالی موجود دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعزاز احمد چوهدري وايي، د افغانستان ستونزې د تور لګولو له لارې نه حل کېږي بلکې د خبو له لارې حل لاره موندل کېدای شي.

چوهدري په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، پاکستان غواړي د افغانستان مسائل د امن له لارې حل شي چې له کبله یې به په ټوله سیمه کې امن راشي.

نوموړي وویل، چې د پاکستان حکومت د افغانستان له دولت سره په اړیکه کې دی او ترمنځ یې خبرې روانې دي.

له دې مخکې د افغانستان اجرائیه مشر عبدالله عبدالله د ملګرملتونو د سازمان عمومي غونډې ته په وینا کې ویلي و، پاکستان باید د پولې نه هاخوا د سخت دریځو برید کوونکو پر وړاندې د عملیاتو ژمنه پوره کړي.

عبدالله ویلي و، له پولې هاخوا راوښتونکي سخت دریځي په خپلو بریدونو سره دغه جنګ ځپلی او غریب هېواد کمزوری کوي.

د نوموړي په وینا، ځینې بریدونه د پولې له هغې خوا کسانو په مټ ترسره کېږي"موږ له پاکستانه غواړو هغه څه وکړي چې څو میاشتې مخکې یې مشرانو له موږ سره د ترسره کولو وعده کړې وه، دوی د پېژندل شویو سخت دریځو پر وړاندې د عملیاتو ژمنه کړې وه."

ښاغلي عبدالله د کندوز پر ښار د طالبانو له برید څو ساعته وروسته د دوشنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۸مه) عمومي غونډې ته وینا کوله.

د افغانستان اجرایوي مشر عمومي غونډې ته په خبرو کې ویلي، پر کندوز برید کې لوی شمېر بهرنیو اورپکو هم ګډون درلود.

Image caption نړیوال باید اوسنی جدي حالت درک کړي او "له موږ سره همکاري وکړي چې له طالبانو سره د خبرو اترو او سولې لپاره د باور فضا رامنځته شي

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، پاکستان کې د اورپکو پټنځایونه شته او هلته د دوی ملاتړ په کور دننه افغانستان کې حالت په پرله پسې ډول خرابوي. په دې کې د حقاني شبکه یوه مهمه جرمي ډله ده او "د دغې ډلې له منځه وړل مهم دي، لکه څنګه چې یې موږ غوښتنه کړې."

ده ویلي و، نړیوال باید اوسنی جدي حالت درک کړي او "له موږ سره همکاري وکړي چې له طالبانو سره د خبرو او سولې لپاره د باور فضا رامنځته شي."

همدارنګه اعزاز احمد چوهدري ویلي، پاکستان د سخت دریځۍ له منځه وړو لپاره هڅې کوي او په کشمېر کې د هندي پوځیانو د زورزیاتي له کبله تاوتریخوالی موجود دی.

ورته مطالب