د یمن ولسمشر: هېواد د ایران لاس ته لوېدو ته نه پرېږدو

د انځور حقوق Reuters
Image caption د خپل هېواد او دولت د مشروعیت لپاره به تر هغه په دغه نښته کې ښکېل یو چې ډاډمن شو زموږ هېواد د ایران لاس ته نه لوېږي

د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د سه شنبې په ورځ (۲۹ سپتمبر) د ملګرو ملتونو د سازمان په عمومي غونډه کې ایران په دې تورن کړ چې د یمن ورانولو پسې یې پښې لوڅې کړې دي.

ښاغلي هادي وویل:''موږ په دغه نښته کې ښکېل یو، د خپل هېواد او دولت د مشروعیت لپاره به تر هغه په دغه نښته کې ښکېل یو چې ډاډمن شو زموږ هېواد د ایران لاس ته نه لوېږي، ایران هغه هېواد دی چې غواړي د یمن د ورانېدو شاهد واوسي.''

ښاغلي هادي په دغو خبرو کې په یمن کې د اورپکو پر وړاندې د هوايي بریدونو په مشرۍ کې د بشپړ قاطعیت له کبله د سعودي عربستان له پاچا سلمان څخه مننه وکړه.

حوثي اورپکي او ملاتړي یې چې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ځواکونه دي تېره کال د یمن پلازمېنه صنعاء او د دغه هېواد لویه برخه یې تر خپل کنترول لاندې راوسته.

دغه بدلونونه د دې لامل شول چې ښاغلی هادي لومړی سویلي ښار عدن ته لاړ شي او بیا وروسته له هغه ځایه سعودي عربستان ته پناه یوسي.

د عربستان په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو له خوا د عدن ښار بیرته نیول او د هېواد شمال خوا ته یې پرمختګ ددې لامل شو چې تېره اونۍ ښاغلي هادي بیرته خپل هېواد ته ستون شو.

ویل کېږي هادي ته وفاداره ځواکونه اوس ځانونه صنعاء خوا ته د پرمختګ لپاره چمتو کوي.

سعودي عربستان تېر پسرلی د عربي هېوادونو ائتلاف جوړ کړ او پر حوثیانو یې هوايي بریدونه پیل کړل.

د انځور حقوق epa
Image caption ویل کېږي هادي ته وفاداره ځواکونه اوس ځانونه صنعاء خوا ته د پرمختګ لپاره چمتو کوي

ایران د یمن پر بمباریو نیوکې وکړې او غوښتنه وکړه چې دغه بریدونه ودرول شي.

ایران له حوثي ځواکونو پر مالي او پوځي ملاتړ تورن دی.

ملګري ملتونه وايي، د یمن په جګړه کې ټولې ښکېلې خواوې د انسانانو د ژوند پر وړاندې بې پروا وې او له ۲۱ میلیونو ډېر کسان چې ۸۰ سلنه نفوس جوړوي، په دغه هېواد کې مرستې ته اړتیا لري.

ورته مطالب