برمنګم: د قرآن کریم تاریخي نسخه د خلکو لیدو ته اېښودل شوې

د انځور حقوق bbc
Image caption دغه نسخه چې په څرمن ليکل شوې د قرآن کريم تر ټولو پخوانۍ هغه بلل کېږي

د قرآن کريم يوه خطي نسخه چې فکر کېږي د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم د وخت ده د بريتانيا په برمنګهم کې د عامو خلکو ليدو لپاره اېښودل شوې.

دغه نسخه چې په څرمن ليکل شوې د قرآن کريم تر ټولو پخوانۍ هغه بلل کېږي.

دغه خطي نسخه د برمنګهم پوهنتون په ارشيف کې موندل شوې وه.

د نندارتون يوه تنظيموونکې وايي:

'دا نسخه نن د خلکو نندارې ته اېښودل شوې او موږ تر اوسه ۲۰۰۰ ټکټونه پلورلي. په ليدو يې خلک احساساتي کېږي او يوه ښځه چې له مېړه سره راغلې وه په ليدو یې ډېرې اوښکې تويې کړې.'

نندارتون به د اکتوبر تر ۲۶مې پرانستی وي.