د ذهني روغتیا لپاره انټرنېټ مرسته کولای شي؟

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption د کمشنرې لونګ فیلډ په وینا دا وروستیو کلونو کې د این زایټي ( اضطراب ) او د ځان ځورونې په څېر ستونزو ډېریده اندېښمنونکي دي

برتانیا کې ماشومان د ذهني روغتیا لپاره د ښوونځیو، نرسانو یا ډاکټرانو پر ځای انټرنېټ ته مخه کوي.

دغه هېواد کې د ماشومانو کمشنره این لونګ فیلډ وايي ماشومان د ذهني ناروغۍ په اړه له روغتیاپالانو سره د مشورې کولو لړ کې پر ځان باوري نه دي.

د یوه محدود اټکل له مخې نژدې ۶۲ سلنه ماشومان د ژور خفګان او ذهني فشار په څېر ناروغیو په لړ کې د پوښتونو لپاره انټرنېټ ته مخه کوي.

بل لور ته چارواکي وايي په ښوونځيو کې د ذهني ناروغیو په اړه د مشوره ورکونکو رول زیاتولو لپاره اقدامات کوي.

کمشنره لونګ فیلډ وايي:

' ټول ماشومان په دې پوهیږي، چې خیټه کې یې درد وي او یا هم په پښه کې درد ولري، دوی د مشورې لپاره ښوونځې ته او یا هم روغتیاپالانو ته مخه کوي، خو له بده مرغه کله چې د ذهني روغتیا خبره راځي، دوی پر ځان باور نه کوي. دا د ناچارۍ وروستی برید دی، چې ماشومان د خپلو پوښتنو لپاره د ځواب موندنې په موخه په انټرنېټ کې لالهاند شي او یا له خپلو ملګرو پوښتي.'

د هغې په وینا ډاکټران باید له ځانه وپوښتي، چې دغې موضوع د حل لپاره د دوی هلې ځلې بسنه کوي او نه، یا دا چې هر کلینیک کې د ماشومانو د ذهني ناروغیو ماهر باید موجود وي، یا دوی باید دا مشهوره کړي، چې د خپلو مصروفیتونو سره سره دوی دوی له هغوی سره مرسته کولای شي؟

د نوموړې په وینا انټرنېټ کې داسې ډېر مناسب ویب سایټونه شته، خو وايي دا اوس د ماشومانو په بخت او طالع پورې اړوند ده، چې دوی دغو پاڼو ته لاسرسی مومي او که نه.

د کمشنرې لونګ فیلډ په وینا دا وروستیو کلونو کې د این زایټي ( اضطراب ) او د ځان ځورونې په څېر ستونزو ډېریده اندېښمنونکي دي.

دغه راز د روغتونونو حادثاتو څانګو ته د ورتلونکو ذهني روغتیا اړوند ناروغانو ډېرېدونکی شمېر هم وايي د اندېښنې وړ دی.

بل لور ته یوه حکومتي چارواکي ویلي:

' موږ د ښوونځيو او ذهني روغتیايي خدمتونو تر منځ د اړیکو زیاتوالي او په ټولګي کې دننه او بهر یې د ماشومانو سالمې ذهنې ودې لپاره کار کوو. د ماشومانو ښه ذهني روغتیا د اوسني حکومت له لومړیتوبونو ده او د دې لپاره به راتلونکو پنځو کلونو کې یو اعشاریه ۲۵ پاونډه لګښت په غاړه واخیستل شي.'