اوباما: د روسیې بمباري سره اسلامي دولت ډله پیاوړې کېږي

د انځور حقوق
Image caption روسیه وایي له پنجشنبې راهیسې یې د ولسمشر بشر الاسد په ملاتړ ۱۸ هوايي ګوزارونه کړي دي

د متحدو ایالتونو ولسمشر باراک اوباما پر سوریې د روسيې بمبارۍ د اندېښنې وړ بللې او وایی دا یوازې د اسلامي دولت نومې ډلې له غښتلي کېدو سره مرسته کوي.

نوموړي وویل، د اوونۍ په پیل کې یې له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین سره تر کتنې وروسته څرګنده شوه چې هغه په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې او حکومت مخالفو منځلارو ترمنځ توپیر نه کوي.

روسیه وایي له پنجشنبې راهیسې یې د ولسمشر بشر الاسد په ملاتړ ۱۸ هوايي ګوزارونه کړي دي.

سوریې کې اپوزیسیون او ځینې نور وايي چې د روسیې بمبارۍ له کبله هغو یاغیانو ته زیان اوړي، چې له اسلامي دولت نومي ډلې سره هېڅ تړاو نه لري.

سپینه ماڼۍ کې یوې خبرې غونډې ته وینا کې ولسمشر اوباما وویل:

'دلته ستونزه اسد دی او هغه ظلم چې هغه یې د سوریې پر خلکو کوي، باید مخنیوی یې وشي.'

' موږ به د روسیې د داسې هېڅ بلان برخه نه شو، چې پکې له اسده ستومانه کسان او خلک تباه شي.'

د امریکا ولسمشر باراک اوباما د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ته خبرداری ورکړ، چې روسیه او د سوریې ولسمشر بشارالاسد یو بل پلوي ایران راتلونکي کې له خطر سره مخامخ دي.

' په یوازې سر د پوځي عملیاتو کول د بشارالاسد د پیاوړي کولو لپاره د روسیې او ایران هڅې دي.'