بریتانیا "اسلامي دولت" ډلې پر وړاندې خپلې هڅې ګړندۍ کوي

د انځور حقوق PA
Image caption نوموړي بریتانیا ته د متوجه ترهګریز ګواښ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ

د بریتانیا لومړي وزیر ډېوډ کامېرون ویلي، هېواد به یې په سوریه او عراق کې د "اسلامي دولت" پر وړاندې د مبارزې په تړاو خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د ښاغلي کامېرون په وینا، له دغو هڅو هدف د دغې ډلې خلاف د بې پیلوټه الوتکو په وسیله عملیات دي.

د بریتانیا لومړي وزیر سن ډې ټیلګراف ته ویلي، چې بریتانیا به سلګونه میلیونه ډالره د بریتانیا ځانګړو ځواکونو د تجهیزاتو لپاره ځانګړي کړي.

نوموړي بریتانیا ته د متوجه ترهګریز ګواښ پر وړاندې پر مبارزې ټینګار وکړ.

ښاغلي کامېرون دغه خبرې په مانچسټر کې د محافظه کار ګوند په کلنۍ غونډه کې وکړې.

تېره میاشت د بریتانیا لومړي وزیر وویل، چې په سوریه کې د "اسلامي دولت" ډلې پر پوستو هوايي برید کې د دغې ډلې دوه بریتانیايي غړي وژل شوي دي.

ښاغلي کامېرون دغه برید 'له هېواده دفاع' وبلله.

په عراق او سوریه کې د "اسلامي دولت" پر وړاندې د مبارزې لپاره د بریتانیا پوځي توان له زیاتېدو سره د کارګر ګوند مشر جرمي کوربین مخالفت سخت مخالفت کړی.

خو په دې اړه د رپوټونو پر بنسټ، چې ښايي د کارګر ګوند ځیني غړي په سوریه کې د عملیاتو له زیاتېدو ملاتړ وکړي، ښاغلي کامېرون هم سن ډې ټيلګراف ته ویلي، چې دغه لړ کې د پارلمان ملاتړ تر لاسه کول شوني دي.

ورته مطالب