''اسلامي دولت'' د سوریې تدمر ښار د 'بریا طاق' نړولی

د انځور حقوق .
Image caption په سوریه کې د لرغونو آثارو او موزیمونو عمومي مشر مأمون عبدالکریم ویلي: ''د ''اسلامي دولت'' ډلې په تدمر لرغوني ښار کې د بریا طاق نړولی. دوی وړاندې هم هلته دوه لرغوني معبدونه ویجاړ کړي وو.''

رپوټونه وايي، ''اسلامي دولت'' ډلې د سوریې شمال تدمر لرغوني ښار د 'بریا طاق' په نامه لرغونی ځای نړولی، چې قدامت یې تر دوو زرو کلونو پورې رسېږي.

د راپورونو له مخې د ''اسلامي دولت'' وسله والو د سوريې د تدمر په لرغوني ښار کې يو بل دوه زره کاله پخوانی يادگار له منځه وړى دى.

د بري دا لوى طاق له دويمې ميلادي پېړۍ څخه هلته ولاړ و، داسې فکر کېږي چې دا د روم د بري په ياد کې جوړ شوى و.

دا سيمه د يونيسکو لخوا يوه تر ټولو مهمه کلتوري سيمه بلل شوې ده.

د انځور حقوق Reuters

په سوریه کې د لرغونو آثارو او موزیمونو عمومي مشر مأمون عبدالکریم ویلي: ''د ''اسلامي دولت'' ډلې په تدمر لرغوني ښار کې د بریا طاق نړولی. دوی وړاندې هم هلته دوه لرغوني معبدونه ویجاړکړي وو.''

عبدالکریم زیاتوي، د بریا طاق دغه مجسمه، چې د ښار په عمومي دروزاه کې له ستنو سره ولاړه ده، د ''تدمر ښار د لرغونتوب څرګندونه کوي''.

د انځور حقوق AP

دی زیاتوي ''پوهېږو چې ''اسلامي دولت'' نور تاریخي آثار هم له منځه وړي، موږ وېره لرو چې دوی ټول ښار له منځه یو نه سي''.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې فعالانو هم ددغه تاریخي اثر له منځه وړل غندلي.

یوه فعال محمد الحمصي فرانس پرېس خبري آژانس ته ویلي ''اسلامي دولت'' د بریا طاق ونړاوه''، خو دا یې ونه ویل چې دوی دا کار کله کړی دی.

د انځور حقوق AFP
د انځور حقوق AP

ورته مطالب