یمن: د 'واده پر مراسمو' بمبارۍ ۱۵ کسان وژلي

د انځور حقوق Reuters
Image caption له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ایتلاف د حوثیانو او د هغو پر ملاتړو بمبارۍ کوي.

د یمن طبي او امنیتي سرچینو ویلي، د پلازمېنې صنعاء په سوېلي 'ذمار' سیمه کې د واده پر مراسمو بمبارۍ لږترلږه ۱۵ کسان وژلي. دا سیمه له صنعاء نه جنوب ته شاوخوا ۱۰۰ کیلومتره لیرې پرته ده.

تر اوسه د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو ضد ایتلاف ددغې بمبارۍ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

اسوسېټېډ پرېس خبري آژانس د عیني شاهدانو او امنیتي چارواکو له قوله ویلي، په بمبارۍ کې لږترلږه ۱۵ ولسي وګړي وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.

د ایتلاف ویاند له تېرو ۱۰ لسو ورځو راهیسې وړاندې پر یوه واده ورته برید ردوي، چې لسګونه کسان پکې ووژل شو.

اسوشېټېډ پرېس خبري آژانس وايي، په بمبارۍ کې د چارشنبې په ورځ د حوثي ملاتړې یوې قبیلې د یوه مشر په کور کې واده په نښه شوی دی.

له تېرې مارچ میاشتې راهیسې د سعودي عربستان په مشرۍ عرب ایتلاف د حوثیانو او د هغو پر ملاتړو بمبارۍ کوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د تېر مارچ له ۲۶مې راهیسې په روانه جګړه کې لږترلږه ۴۹۰۰ کسان وژل شوي، چې تر ۲۲۰۰ ډېر پکې ولسي وګړي دي.

حوثیانو او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویان د یمن پر پراخو برخو واکمن دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption په یمن کې نژدې ۲۱ میلیون خلک ـ چې ددغه هېواد د وګړو ۸۰ سلنه جوړوي ـ بشري مرستو ته اړتیا لري، خو په کور د ننه جګړو له کبله ۱٫۵ میلیون خلک بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د تېر مارچ له ۲۶مې راهیسې په روانه جګړه کې لږترلږه ۴۹۰۰ کسان وژل شوي، چې تر ۲۲۰۰ ډېر پکې ولسي وګړي دي.

د بشري حقونو ځینو ډلو په ټینګه په هوايي بریدونو کې د ولسي وګړو وژل کېدل غندلي دي.

په یمن کې نژدې ۲۱ میلیون خلک ـ چې ددغه هېواد د وګړو ۸۰ سلنه جوړوي ـ بشري مرستو ته اړتیا لري، خو په کور د ننه جګړو له کبله ۱٫۵ میلیون خلک بې ځایه شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption حوثیانو او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویان د یمن پر پراخو برخو واکمن دي.
د انځور حقوق AP

ورته مطالب