هند ښايي د اته متره دنګ ګاډي جوړولو ریکارډ تر لاسه کړي

د انځور حقوق
Image caption سدهاکر یادیو د حیدراباد ښار په خپل موزیم کې د حیرانکونو ګاډو یوه ټولګه لري

د هند حیدراباد کې د ګاډو یو ډیزاین کونکی سدهاکر یادیو، د یوه داسې ګاډي ثبتولو هڅه کوي، چې دی تمه کوي نړۍ کې به تر ټولو لوی ګاډی وبلل شي.

دا به د نوموړي د ریکارډونو کتاب ګینیزبک اف ورلډ ریکارډز دویم ریکارډ وي. دغه ګاډی چې ۱۹۲۲ ماډل ورکړل شوی، فورډ ټورر دی او اته متره لوړوالی لري، چې اوږدوالی یې بیا تر پنځوسو مترو رسیږي.

د یاد ګاډي لوړوالی د لندن ډبل ډیکر بسونو دوه برابره دی. ښاغلی یادیو وار له مخې د نړۍ تر ټولو لوړې رکشې رغولو ګینیز ریکارډ لري.

نوموړی په سویلي حیدراباد ښار کې د ګاډو یو موزیم لري، چې پکې د حیرانونکو ګاډو بېلګې نندارې ته وړاندې کوي. په نوي ګاډي کې د تشناب او بیلیارد لوبې میز په شمول یو شمېر اسانتیاووې شته.

د انځور حقوق
Image caption که یې هڅه بریالۍ شي دا به د سدهاکر یادیو دویم ګینیزبک ریکارډ وي

له اي ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې ښاغلي یادیو ویلي:

' موږ د نړۍ تر ټولو د لوی هنري ګاډي ګینیزریکارډ تر لاسه کولو تمه کوو، دا یو نوی ریکارډ دی او هیله کوو، چې موږ به یې تر لاسه کړو. '

د نوموړي په خبره تمه کوي، چې د دغه ګاډي غږ به د فارمولا ون ګاډي په څېر وي، چې په وینا یې د موزیم د نورو ګاډو په څېر له پاتې شونو رغول شوی دی.

د هغه په لاس رغوله شوې رکشه هم له عامو ګاډو لوړه دنګه ده، چې په حیرانونکي ډول یې لوړوالی ۴۱ اعشاریه پنځه فټو ته رسیږي.