له احتجاجه وروسته هند کې د پاکستاني سندرغاړي کنسرت لغو شوی

د انځور حقوق ROSHAN KUMAR
Image caption غلام علي په هند کې ډېر مینه وال لري او دا وروستیو کې د لرغوني بنارسي ' ونارسي ' ښار د هندوانو په یوه معبد کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ

د هند په ممبۍ ښار کې د یوه ښي اړخه واکمن هندو ګوند له احتجاجه وروسته د یوه پاکستاني سندرغاړي کنسرت لغو شوی دی.

شوسینا نومي ګوند ګواښ کړی و، چې د جمعې په ورځ به د غزل سندرغاړي غلام علي کنسرت ګډوډ کړي.

دغه ګوند وايي تر څو چې کشمېر کې حالت ښه شوی نه وي، هېڅ پاکستاني سندرغاړي ته به د فعالیت اجازه ورنه کړي.

هند او پاکستان دا وروستیو کې پر یوه بل د ناندریزې پولې اوږدو کې د بې سببه ډزو تورونه پورې کړي دي.

۲۰۰۳ کې د دواړو هېوادونو تر منځ یو اوربند اعلان شو، چې لا هم پر ځای پاتې دی، خو دواړه هېوادونه پر یوه بل له دغه اوربنده د سرغړونې تورونه پورې کوي.

ممبۍ د لویدیځ مهاراشټرا ایالت مرکز دی، چې هندوتوکمپال ګوند بي جي پي پکې له شیوسیناسره په شریکه واکمن دی.

دا وروستیو کې سندرغاړي غلام علي ته د اعلی وزیر دېویندرا پدناویس ډاډ او هغې ژمنې چې ' بشپړه ساتنه ' به یې کوي، د هغه متحد ګوند د کنسرت له مخالفته منع نه کړ.

غلام علي په هند کې ډېر مینه وال لري او دا وروستیو کې د لرغوني بنارسي ' ونارسي ' ښار د هندوانو په یوه معبد کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ.

Image caption غلام علي وايي د کنسرت لغو کېدو له کبله مایوس شوی دی

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي هم ویلي، چې د غلام علي مینه وال دی. د پروګرام منتظم رندهیر رای خبریالانو ته وویل:

'د غلام علي سندریز پروګرام لغو شوی دی، د اکتوبر نهمې پروګرام کې به نه خو غلام علي او نه کوم بل پاکستانی هنرمند برخه واخلي. '

پریس ټرسټ اف انډیا د شیو سینا له قوله لیکلي:

' پر پوله له اوربند نه پرلپسې سرغړونه کېږي، پرون هم د پاکستان له لوري ډزو کې څلور ( هندوستاني ) پوځیان وژل شوي دي، چې زموږ هېواد کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي '

بل لور ته سندرغاړي غلام علي ویلي دی د کنسرت لغو کېدو له کبله خواشینی شوی دی:

' زه غوسه شوی نه یم، خو ډېر ناهیلی شوی یم، ما سره تل هند کې مینه شوې ده، دغه کنسرت مړه شوي هندي غزل سندرغاړي جګجیت سنګ ته یو درناوی و، هغه راته د ورور په څېر ګران و. '

د پاکستان اعلی کمشنر عبدالباسط ویلي دغې پرېکړې خواشینی کړی دی:

' موږ دواړو لوریو ته د هنرمندانو تګ راتګ هڅوو. تر کومه ځایه چې د پاکستان خبره ده، زموږ پالیسي مثبته او رغاونیزه ده، که هندي هنرمندان پاکستان ته ځي له دغسې مخالفت سره نه مخامیږي. '