نړیوال استازي لیبیا کې د ملي یووالي حکومت جوړولو وړاندیز کړی

بیرناردینو د انځور حقوق AP
Image caption بیرناردینو چې څو میاشتې یې د لیبیا د حل لپاره هلې ځلې کړې، هیله لري چې په هېواد کې سیاسي حل رامنځ ته شي

لیبیا کې د ملګرو ملتونو استازي اعلان کړی چې جنګېدونکو خواوو د ملي یووالي د حکومت پر جوړېدو هوکړه کړې ده. بېرناردینو لیون په مراکش کې دا خبر اعلان کړ.

دا اعلان په لیبیا کې د کړکېچ د حل په لور یو لوی ګام بلل کېږي چې په ۲۰۱۱م کال کې له واکه د معمر قذافي تر لرې کولو وروسته رامنځ ته شو او هېواد یې د ګډوډۍ پر لور بوت.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې، په لیبیا کې دوه حکومتونه د واک پر سر له یو بل سره خوري، یوه یې اسلامپاله ډله ده، چې پلازمېنه طرابلس کې فعالیت لري، او بله یې د هېواد په ختیځ طبرق کې د نړیوالو له خوا په رسمیت پېژندل شوې.

بیرناردینو د جمعې په ورځ د مراکش ''الصخیرات'' ښار کې خبریالانو ته وویل، فایز السراج به د نوي وړاندیز شوي حکومت مشرۍ ته کاندید شي.

دی زیاتوي، نورو حکومتي څوکیو ته به نور هغه کسان وړاندیز شي، چې تر یوه حده پرې موافقه شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د لیبیا ګڼو سیمو کې لاهم وسله والې نښتې روانې دي.

لیون ویلي: ''په دې چاره کې تر یوه کلن کار او د لیبیا له ټولو سیمو ته له شاوخوا ۱۵۰ مخورو سره تر کار وروسته، په پای کې دا شېبه راورسېده چې د ملي یووالي حکومت جوړولو وړاندیز وکړو.''

نوموړی زیاتوي، په لیبیا کې روانې شخړې ګڼ کسان وژلي، او ۲٫۳ میلیون وګړي بشري مرستو ته اړ دي.

په هېواد کې ناامنیو او سیاسي ګډوډيو وسله والو ته دا توان ورکړ چې په لیبیا کې خپل فعالیتونه ډېر کړي، د انسانانو قاچاق کوونکو زړه پیدا کړ چې سلګونه زره انسانان د لیبیا د ساحل له لارې اروپا ته قاچاق کړي.

ورته مطالب