د تونس سیاسي ایتلاف ډلې ته د نوبل سولې جایزه

Image caption د نوبل سولې جایزې لپاره پر دغې ډلې سربېره ۲۷۳ نور کسان هم نومول شوي و.

د ۲۰۱۵م کال د نوبل سولې جایزه د تونس د څلورو ملي ګوندونو تر منځ د سیاسي ایتلاف ډلې ته ورکړل شوه. دغې ډلې د دېموکراسۍ پړاو ته د تونس په رسېدو کې مهم رول لوبولی.

د جایزې د اعلانولو پر مهال د نوبل کمېټې مشر وویل، د ۲۰۱۱م کال له انقلاب راوروسته دغې ډلې د دېموکراسۍ پړاو ته د تونس په رسېدو کې لوی لاس لرلی.

د نوبل سولې جایزې لپاره پر دغې ډلې سربېره ۲۷۳ نور کسان هم نومول شوي و.

د جرمني چانسلره انګېلا مېرکل او پادري فرانسېس هم د نومول شویو کسانو په ډله کې و.

د تونس څلور کسيزه ډله له څلورو ډلو جوړه ده.

په دغو څلورو ډلو کې د تونس د کارگرانو سر تاسري ټولنه، د تونس صنعتي کانفدراسيون ، د سوداگرۍ او لاسي کارونو څانگه او د تونس د بشري حقونو ليگ يا ډله شامله ده .

د نوبل د کمېسیون مشره کاچي کولمن فايب وايي دغه ډله په ٢٠١٣ کال کي په تونس کې له يو لړ سياسي ترورونو او ټولنيزې نا ارامۍ وروسته چې ورسره ديموکراسي له گواښ سره مخ شوه رامنځ ته شوه.

د نوبل د کمېسیون مشره زياتوي دغه ډله وروسته تر هغه چې تونس د کورنۍ جگړې پولو ته ورلنډه شوى وه د يوې سياسي سوله ايزې پروسې لپاره ښه او غوره بديل و.

نوموړې وايي دغه ډله يوه داسې وسيله وه چې د يو څو کلونو په موده کې د يوه داسې قانوني حکومت په رامنځ ته کيدو وتوانيده چې د ټولو سياسي او مذهبي حقونه په کې خوندي دي.

د نوبل کمېټه وايي هيله ده چې دغه جايزه به په تونس کې د ديموکراسۍ له خوندي ساتلو سره مرسته وکړي، او د هغو لپاره به يو الهام وي چې په منځني ختيځ، شمالي افريقا او په پاتې نوره نړۍ کي د سولې او دېموکراسۍ لپاره کار کوي.

ورته مطالب