پي کې کې ترکيه کې تر "راتلونکو ټاکنو بريدونه دروي"

د انځور حقوق epa
Image caption له څه مودې راهيسې د ترکيې او کوردستان بېل غوښتونکو تر منځ شخړو کې زياتوالی راغلی دی

د کوردستان کارګر ګوند پي کې کې، له خپلو ځواکونو غوښتي چې تر راتلونکو پارلماني ټاکنو پورې تر هغو چې بريد پرې نه وي شوی عمليات نه تر سره کوي.

پي کې کې په خپله خبرپاڼه کې ويلي، "دغه پرېکړه يې له هغه وروسته کړې چې ځنې ډلې په دې اند دي چې پوځي عمليات کېدای شي ټاکنو ته زيان و رسوي".

د کوردستان کارګر، پي کې کې ډلې دغه خبرپاڼه په ترکيه کې له بمي چاودنو وروسته خپره کړې دي.

دغه چاودنې د ترکيې پلازمېنه انقره کې د اورګاډي تمځي ته نژدې شوې وې چې په ترڅ کې يې ۸۶ کسان وژل شوي او له ۱۸۶ زيات په کې ټپيان شوي وو.

داسې ښکاري د چاودنې هدف د حکومتي ځواکونو او کوردستان کارګر ګوند تر منځ د نښتې پر ضد لاريون و.

د خلق ديموکراتيک ګوند چې د کوردانو له ملاتړه برخمن دی، د "ديموکراسۍ لپاره سوله" په نامه لاريونونو جوړولو غوښتنه يې کړې وه.

ويل کېږي دا د نوې ترکيې په تاريخ کې تر ټولو خونړي بريدونه دي.

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دې چاودونو پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

حکومتي چارواکو دغه چاودنې ترهګريز بريدونه بللي او په اړه يې پلټنه پيل کړې ده.

په تېرو څو اوونيو کې د ترکيې پوځ او کوردستان بېل غوښتونکو تر منځ شخړو کې زياتوالی راغلی او ګڼ شمېر کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته مطالب