د سوريې لانجه: روسيه هوايي بريدونه زياتوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د روسيې پوځ ويلي چې د شنبې ورځې ډېری هوايي بريدونه يې په دمشق، حلب، حما، رقه او ادلب کې ترسره کړي دي

د روسيې دفاع وزارت وايي په سوريه کې داسلامې دولت ډلې، پر وړاندې هوايي بريدونو کې زياتوالی راولي.

دغه هېواد وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې د اسلامي دولت نومې ډلې پر ۵۵ هدفونو بريدونه کړي دي.

د سوريي ياغيان او لوېديځ هېوادونه وايي روسيه ډېری د اسلامي دولت ډلې پر ځای پر نورو هدفونو هوايي بريدونه کوي.

ويل کېږي د روسيې د بمباريو له کبله هغو ياغيانو ته زيان اوړي چې له اسلامي دولت ډلې سره هېڅ تړاو نه لري.

امريکا پر روسيه تور لګوي چې سوريه کې جنګ ته لمنه وهي او بريدونه يې کورنۍ جنګ او اورپکي زياتولی شي.

وړاندې د متحدو ايالتونو ولسمشر بارک اوباما په سوريه کې د روسيې هوايي بريدونه د اندېښنې وړ بللي او وايي دا يوازې د اسلامي دولت ډلې له غښتلي کېدو سره مرسته کوي.

ده ويلي وو چې "روسيه د اسلامي دولت نومې ډلې او حکومت مخالفو منځلارو تر منځ توپير نه کوي".

د روسيې پوځ ويلي چې د شنبې ورځې ډېری هوايي بريدونه يې په دمشق، حلب، حما، رقه او ادلب کې ترسره کړي دي.

دوی وايي په دې بريدونو کې يې د ترهګرو ۲۹ روزنځايونه، ۲۳ دفاعي کرښې او د قوماندې دوه مرکزونه ويجاړ کړي دي.

د روسيې دفاع وزارت په وينا د دغو "هوايي بريدونه له کبله د اسلامي دولت ډلې ترهګرو ته په لوی شمېر زيان اوښتی او له کبله يې وسله والې ډلې کمزورې شوې دي".

ورته مطالب