ایردووان ته د سپکاوي په تور ترکی خبریال نیول شوی

کنیش د انځور حقوق AP
Image caption کنیش پرې لګول شوي تورونه ردوي

ترکي پولیسو د "ټوډې زمان" په نامه انګلیسي ورځپاڼې مسؤول مدیر ولسمشر رجب طیب ایردووان ته پر خپل ټویټر پاڼې د سپکوونکو څرګندونو له کبله نیولی دی.

بلند کنیش استانبول کې د یادې ورځپاڼې په دفتر کې نیول شوی، خو د هغه ملاتړو شعارونه ورکړي چې "د وینا آزادي چوپ کول ممکن نه دي".

د کنیش نیول کېدل پر تلوېزون په ژوندۍ بڼه ښوول شوي.

کنیش د روان کال له پیله ولسمشر ته د سپکاوي په تور په تنفیذي بند محکوم شوی و.

خو نوموړی پرې لګول شوي تورونه ردوي، او وايي چې د وینا د آزادۍ په چوکاټ کې یې څرګندونې کړې دي.

د ترکیې د ولسمشر د سپکاوي په تور لسګونه کسان د قضائیه قوې تر څارنې لاندې دي.

د بشري حقونو ډلې وايي ترکي حکومت د مخالفانو د ځپلو لپاره ولسمشر ته سپکاوی کول د قانون په رڼا کې جرم ګڼلی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption د خبریال کینیس ملاتړو د وینا د آزادۍ په ملاتړ خپل غږونه پورته کړي