عراقي ځواکونه: د ابو بکر بغدادي د موټرو پر کاروان مو بريد کړی

د انځور حقوق AP
Image caption له دې واړندې هم د اسلامي دولت نومې ډلې د مشر وژل کېدو او ټپي کېدو خبرونه ور کړل شوي وو

د عراق پوځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي چې د دې هېواد ځواکونو د اسلامي دولت نومې ډلې د موټرو پر کاروان چې د دې ډلې د مشر ابوبکر بغدادي موټر هم په کې وو انبار ولايت ته نژدې بريد کړی.

د خبر پاڼې په وينا دا بريد په داسې حال کې شوی چې د "اسلامي دولت" ډلې مشر "ابوبکر بغدادي له يو لړ قوماندانو سره د کتنې لپاره د کربلا ښار ته روان و".

په خبر پاڼه کې راغلي پوځ هغه کور چې ابوبکر بغدادي په کې له قوماندانو سره ليدل هم بمبار کړی دی.

د عراق پوځ واي په دغه هوايي بريدونو کې د اسلامي دولت نومې ډلې يو شمېر مشران وژل شوي او يا هم ټپيان شوي دي.

دوی وايي د دې ډلې د مشر ابوبکر بغدادي په اړه نور معلومات نشته خو ويل کېږي چې د موټر په واسطه له سيمې لېږدول شوی دی.

له دې واړندې هم د اسلامي دولت نومې ډلې د مشر وژل کېدو او ټپي کېدو خبرونه ور کړل شوي وو خو هېڅ کوم يو يې نه و تاييد شوی.

دغه ډله د سوريې او عراق ځينې سيمې تر ولکې لاندې لري.

ورته مطالب