د ترکيې پوځ د "پي کې کې" پر مرکزونو بريدونه کړي

د انځور حقوق US Dept of Defence
Image caption ترکيه هم مهال د کوردستان کارګر ګوند پي کې کې او پر اسلامي دولت نومې ډلې هوايي بريدونه ترسره کوي

د ترکيې پوځ د يکشنبې پر ورځ (۱۱ اکتوبر) د کوردستان کارګر ګوند پي کې کې پر هدفونو د هوايي بريدونه خبر ور کړی.

د دوی په وينا دغه بريدونه د ترکيې په ختيځ او د عراق په شمالي برخو کې شوي دي.

د ترکيې هوايي بريدونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې پرون پي کې کې له خپلو ځواکونو غوښتي وو، چې تر پارلماني ټاکنو پورې تر هغو چې بريد پرې نه وي شوي، عمليات نه ترسره کوي.

بل خوا تېره ورځ د ترکيې پلازمېنه انقره کې د اورګاډي تمځي ته نژدې خونړۍ چاودنې شوې وې چې په ترڅ کې يې نژدې ۱۰۰ کسان وژل شوي او ۲۴۵ نور ټپيان شوي وو.

د ترکیې لومړی وزير احمد داود اوغلو وايي داسې شواهد شته چې دغه دوه بريدونه د ځانمرګو بريد کوونکو له خوا ترسره شوي وي.

ترکيې په دې تړوا درې ورځني ماتم اعلان کړی او دا د نوې ترکيې په تاريخ کې تر ټولو خونړي بريدونه ګڼل کېږي.

د ترکیې پوځ خبرپاڼه کې راغلي د نويو بريدونو په ترڅ کې يې د عراق په شمال متينا او زپ سيمو کې د پي کې کې سنګرونه او د وسلو ځايونه له منځه وړي دي.

په دغه خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د ترکیې په جنوب ختيځ کې د تېرې ورځې بريدونو کې د پي کې کې ۱۴ جنګيالي وژلي دي.

له څه مودې راهيسې ترکيه کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه زيات شوي چې ډېره مرګ ژوبله يې اړولې ده.

ترکيه هم مهال د کوردستان کارګر ګوند پي کې کې او پر اسلامي دولت نومې ډلې هوايي بريدونه کوي.

ورته مطالب