ډېل اي اېم سي د ۶۷ مېلیارد ډالرو په بیه پېري

د انځور حقوق Reuters
Image caption ډېل وايي د معلوماتو ذخیره د راتلونکي ټکنالوژي ده او همدا ده چې دوی یې په دې برخه کې پانګونې ته هڅولي.

د امریکا د ټکنالوژۍ ستر شرکت ډېل منلې چې د معلوماتو د ذخیره کولو کمپنۍ اي اېم سي به د ۶۷ امریکايي ډالرو په بیه وپېري.

د اي اېم سي شرکت پانګوال او ونډه لرونکي به د هرې ونډې (شیر) پر سر ۳۳.۱۵ امریکايي ډالره تر لاسه کړي.

که چېرته دا تړون د شرکتونو د څارونکو او تنظیموونکو ډلې لخوا ومنل شي نو دا به د دوو ټکنالوژۍ کمپنیو تر منځ د تاریخ تر ټولو ګران بیه تړون وي.

د کمپیوټرونو په تقاضا کې کموالي د ډېل شرکت دې ته اړ کړی چې خپل فعالیت او سوداګري پراخه کړي او په داسې برخه کې پانګونه وکړي چې راتلونکی ولري.

ډېل وايي د معلوماتو ذخیره د راتلونکي ټکنالوژي ده او همدا ده چې دوی یې په دې برخه کې پانګونې ته هڅولي.

د اي اېم سي مشر جو ټوچي وايي

"د ټکنالوژۍ په صنعت کې بدلونونه ناڅرګند او چټک دي. د دې لپاره چې وتوانېږو له دغو بدلونونو سره ځان سم کړو نو د یوې نوې نړۍ لپاره په نوي بڼه شرکت ته اړتیا لرو"

د ډېل شرکت اوسنی مشر مایکل ډېل به د دې نوي شرکت مشر هم وي.

د اقتصاد شنونکي وايي چې دغه تړون د ډېل له لوري یوه زړه ور ګام دی.

ورته مطالب