برتانیا چارواکي له بې کوره ځوانانو سره مرستې کې پاتې راغلي

د انځور حقوق
Image caption تېرکال داسې یوازې ۴۰ سلنه کسانو سره چې د بېړنۍ سر پناه موندلو وړتیا یې درلوده موندنې کې مرسته شوې

داسې ۳۰ زره ځوانان چې بې کوره دي او یا هم د بې کوره کېدو له خطر سره مخامخ دي، د چارواکو له لوري تش لاس ستانه شوي دي.

د بې کورۍ اړوند خیریه ټولنه 'سینټرپوانیټ ' مسوولین وايي لږ تر لږه داسې ۱۳۶ زره کسانو چې عمرونه یې له ۱۶ تر ۲۴ کلونو پورې وو، د مرستې غوښتنه کړې، خو وايي یوازې ۱۰۶ زره هغو سره مرسته شوې ده.

رپوټ کې ویل شوي، چې د انګلستان او ویلز ځايي شوراګانې نه دي توانیدلې د اړو ځوانانو له یو شمېر سره مرسته وکړي.

تېرکال داسې یوازې ۴۰ سلنه کسانو سره چې په بېړنۍ توګه یې د سر پناه موندلو وړتیا درلوده موندنې کې مرسته شوې وه.

په ویلز کې بیا دغه کچه ۶۰ سلنه وه.

سینټر پواینټ وايي، په ټولو قضیو کې له مرستې پرته ښايي یو شمېر ناتوانه کسان چې بېړنۍ سرپناه ته اړتیا لري او په قانوني توګه یې اهل هم دي، بې سرپناه پاتې شي، چې وايي دې سره به دغه کسان له خطر سره مخامخ شي.

د دغې ادارې مسوولین وايي ځايي چارواکي د اړو کسانو شمېرې نه ثبتوي او دې سره داسې اندېښنه شته، چې کیدای شي د اړو کسانو شمېر ډېر وي.

دوی دغه راز وايي هغه شمېرې چې حکومتي چارواکي یې ښيي یوازې د 'تصویر یوه برخه' څرګندوي.

وايي، حکومتي شمېرې یوازې د هغو خلکو شمېر ښيي، چې ' قانوناً ' بې کوره دي.

دا هغه کسان دي، چې ځايي چارواکي ورته د یوه مناسب پناه ځای لټون کوي.

دغه نوی رپوټ که څه هم وايي اته برابره ځوانان داسې دي، چې سرپناه نه لري، خو وايي د قانون له مخې بې کوره نه بلل کېږي.