'فاطمه سالبهي شاید اعدام شي'

د انځور حقوق ILNA

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، امکان لري د سې شنبې په ورځ فاطمه سالبهي اعدام شي. د ایران قضایه قوې چارواکو د آغلې سالبهي کورنۍ ته خبر ورکړی و چې زندان کې د هغې کتنې ته ورشي.

فاطمه سالبهي د جرم پرمهال ۱۷ کلنه وه، خو اوس یې عمر ۲۳ کلونو ته رسېدلی دی.

نوموړې په ۱۳۸۸ کال خپل ۳۰ کلن میړه وژلی و.

هغه په ۱۳۸۹ کال محاکمه شوه او یو کال وروسته د هېواد عالي دیوان هم تایید کړ.

وروسته نوموړې په اعدام محکومه شوه، خو د اعدام حکم یې سږ کال د وروستي ځل لپاره تایید شو.

ایران له چین وروسته په نړۍ کې ډېر اعداموونکی هېواد ګڼل کېږي.

په ایران کې تر ۱۸ کلونو د ټیټ عمر کسانو د اعدام په اړه د بښنې نړیوال سازمان او ځینو نورو د بشري حقونو مدافعو ټولنو نیوکې کړې دي.