"اېم اېچ ۱۷ الوتکه په بوک توغندي ويشتل شوې وه"

د انځور حقوق Reuters
Image caption رپوټ کې ویل شوي چې توغندي الوتکه په دوو ټوټو وېشلې وه او سپرلۍ نژدې سملاسي بې هوښه شوي.

د اېم اېچ ۱۷ مالېزیایۍ الوتکې چې تېر کال په اوکراین کې راغورځېدلې وه بشپړ رپوټ ښيي چې دغه الوتکه په بوک روسي توغندي ويشتل شوې وه.

اېم اېچ ۱۷ الوتکه کې د عملې په ګډون ۲۹۸ کسان سپاره و چې ټول په کې مړه شول.

د ځینو مړو شویو کسانو کورنیو ته د رپوټ د پایلو په اړه توضیحات ورکړل شول.

دغه رپوټ د هالنډ د خوندیتوب ادارې چمتو کړی او موندنې یې ښيي چې اېم اېچ ۱۷ الوتکه چې د ۲۰۱۴م کال د جولای په ۱۷مه نېټه له امسټرډام نه کوالالمپور ته را روانه وه په روسي بوک توغندي ويشتل شوې وه.

رپوټ کې ویل شوي چې توغندي الوتکه په دوو ټوټو وېشلې وه او سپرلۍ نژدې سملاسي بې هوښه شوي.

لویدیځ او اوکراین وايي چې روسي پلوه یاغیانو دغه الوتکه راغورځولې وه خو روسیه بیا ادعا کوي چې توغندی له داسې سیمې ویشتل شوی و چې د اوکراین حکومت تر کنترول لاندې وه.

د انځور حقوق EPA
Image caption په مړو شویو کسانو کې ۱۹۶ هالنډیان او ۱۰ برېتانویان شامل وو.

اېم اېچ ۱۷ الوتکه د ۲۰۱۴م کال د جولای په ۱۷مه نېټه د هالنډ له امسټرډام ښار نه د مالېزیا کوالالمپور ته راروانه وه چې په ختیځ اوکراین کې ونړول شوه.

په مړو شویو کسانو کې ۱۹۶ هالنډیان او ۱۰ برېتانویان شامل وو.

څلور پوښتنې

په رپوټ کې د هالنډ د خوندیتوب ادارې څېړونکو څلورو اړخونو ته کتنه کړې.

  • څه لامل و چې دغه الوتکه سملاسي را وپرځېده؟
  • ولې پر داسې یوې سیمې الوتله چې جګړه په کې روانه وه؟
  • ولې د ځینو سپرلیو خپلوانو ته تر څلورو ورځو د خپلو عزیزانو په اړه خبر ورنه کړل شو؟
  • سپرلۍ او د الوتکې عمله په وروستیو شېبو کې څومره هيښ وو؟

د رپوټ موندنې لومړی د سپرلیو خپلوانو ته وړاندې شوې او په راتلونکو څو ساعتونو کې به د رسنیو کارکوونکو ته هم بشپړ جزیاته ورکړل شي.

رسنیو ته به د الوتکې هغه ټوټې هم وښوول شي چې څېړونکو د پېښې له سیمې راټولې کړې وې.

ورته مطالب