هغه سړی، چې د مړي ګومان پرې کېده د روغتون پر کټ راکېناست

Image caption دغه ۴۲ کلن سړی اوس د پرشانت په نوم پېژندل شوی دی

د هند په ممبۍ ښار کې یو سړی وروسته له هغې بېرته را پاڅېدلی، چې ډاکټرانو مړ بللی و او د روغتون په مړیستون کې اېښودل شوی و.

دغه ۴۲ کلن سړی د بسونو په یوې اډې کې په بې هوښه حالت کې موندل شوی و او وروسته د لوکمانیه تیلک روغتون ته ور وړل شوی و، چې ډاکټر د نبض له مالومولو وروسته مړ بللی و.

کله چې د ده د عدلي طب د ازموینو وخت رانژدې شو، د روغتون د کارکوونکو ورپام شو، چې ګېډه یې خوځي او وروسته د روغتون یوې بلې څانګې ته درملنې لپاره واستول شو.

د روغتون مسوولینو دې لړ کې خپل مسوولیت منلی دی. د روغتون مشر ډاکټر سلیمان مرچنټ بي بي سي ته وویل:

' پولیسو یو مړی راوړ، ویل یې ژر یې باید عدلي طب ازموینه وشي، ځکه موږ د یوه مهم کس امنیت ته روان یو، هلته موجود ډاکټر په بېړه معاینات تر سره کړل، چې له کبله یې دغه تېروتنه رامنځته شوه.'

دغه سړی، چې د مړي ګومان پرې شوی و، ۴۲ کلن پرشانت بلل شوی دی.

بل لور ته ځايي پولیسو بي بي سي ته ویلي، 'موږ ته د یوه بې هوښه سړي شتوالي راپور رسیدلی و او موږ هغه لوک مانیه روغتون ته ورساوه.'

پر دغه سړي د مړي ګومان کېدو لړ کې یو شمېر نور اړخونه هم برالا شوي دي.

د بېلګې په توګه دا چې د معمول خلاف جسد د حادثاتو په شعبې کې د ساتلو پر ځای له معاینې وروسته مخامخ مړستون ته استول شوی.

دغه ناروغ اوس د ځانګړي څار په برخه کې بستري دی، چې درملنه یې کېږي او ډاکټر سلیمان وايي روغتیايي حالت یې تر ډېره حده ښه شوی دی.

۔