یوازې د ۹۰ دقیقو حافظې څښتن

د انځور حقوق Getty
Image caption Wo هره ورځ چې له خوبه راویښېږي فکر کوي چې د ۲۰۰۵ کال د مې میاشت ده. مېرمن یې وایي چې دی هره ورځ د سهار په پنځه کمو اوو بجو له خوبه راپاڅېږي.

په بریتانیا کې د یوه کس حافظه یوازې یو نیم ساعت ده، یعنې پر څه چې یونیم ساعت تېر شي، د ده په یاد کې نه پاتې کېږي.

یو نیم کال وړاندې دغه ناروغ چې مستعار نوم یې WO دی د غاښونو ډاکټر ته ورغی. له هغه وروسته یې حافظه ۹۰ دقیقه یې شوه. اوس ده ته باید په هر یوه نیم ساعت کې هرڅه له سره له سره ورپه یاد کړل شي، د کورنۍ د غړو نومونه، پتې، د دارو درمل د خوراک وخت یې او داسې نور.

Wo هره ورځ چې له خوبه راویښېږي فکر کوي چې د ۲۰۰۵ کال د مې میاشت ده. مېرمن یې وایي چې دی هره ورځ د سهار په پنځه کمو اوو بجو له خوبه راپاڅېږي.

خپل ساعت ته ګوري او بیا هم خپل مبایل ته او وروسته له هغه خپله ورځ له وړاندې څخه له ټاکل شوي پلان سره سم پیل کوي.

د ۲۰۰۵ کال د مې د ۱۴ مې نېټې د ماسپښن د شل کمو ۲ بجو څخه د Wo لپاره هرڅه درېدلي دي. وروسته له هغه هېڅ شی د ده په فکر کې له ۹۰ دقیقو څخه ډېر نه پاتې کېږي.

دی هغه شېبه چې د ده ژوند له هغې وروسته په ۹۰ دقیقه يي حافظي بدل شوی داسې بیانوي:

''زما همدومره په یاد دي چې د غاښو ډاکټر ماته د بې هوښې ستنه ولګوله، وروسته له هغه مې هېڅ څه په یاد نه دي''.

په لومړیو ورځو کې يې حافظه تر دې هم لنډه وه خو اوس هڅه کوي د نورو لارو څخه خپله ۹۰ دقیقه یې حافظه کې ډېر څه وساتي. ټیلفون یې په هرو نوي دقیقو کې زنګ وهي او دی دې ته اړ کوي چې خپل ورځني یادښتونه مرور کړي.

د Wo په یادښتونو کې د ده د اولادونو د زوکړې نېټې او همدارنګه د هغو کسانو نومونه شته چې د ده د حافظې له ستونزې وروسته نړۍ ته راغلي.

د Wo ستونزه باید د ده کورنۍ په دوامداره توګه وګالي ځکه چې د دې ستونزې لپاره د حل لار نشته.

Image caption د Wo په یادښتونو کې د ده د اولادونو د زوکړې نېټې او همدارنګه د هغو کسانو نومونه شته چې د ده د حافظې له ستونزې وروسته نړۍ ته راغلي.

له بلې خوا متخصصان هم نشي ویلی چې ولې Wo ته دا ستونزه ورپېښه شوې. ارواپوه ډاکټر نارنو چتلواده وايي چې هڅه کوي چې د حافظي د درېدولو د ناروغۍ لامل پیدا کړي خو هڅو یې تر اوسه کومه مُثبته پایله نه ده درلودلې.

دا چې په هرو ۹۰ دقیقو کې د Wo ټوله حافظه پاکېږي، دی د خپل ژوند له مهمو او ښایسته شېبو عکس اخلي او یا ویډیو یې ثبتوي چې وکړی شي خپلې خاطرې ژوندۍ وساتي.