د میانمار حکومت او یاغیانو تر منځ د سولې هوکړه شوې

د انځور حقوق AP
Image caption د میانمار پوځ او ځايي یاغیانو تر منځ له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده، چې پیل یې له برتانیا نه د دغه هېواد له خپلواکۍ تر لاسه کولو له مهاله شوی او هېڅ ځنډ پکې نه دی راغلی

د میانمار ( برما ) حکومت په دغه هېواد کې له فعالو ۸ وسله والو تنظیمونو سره د اوربند یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دي، خو دغه هوکړه کې د میانمار تر ټولو فعاله یاغي ډله شامله نه ده.

د سولې خبرې له تېرو دوو کالونو راهیسې روانې وې او پایله کې دغه هوکړه پلازمېنه نیپي داو کې لاسلیک شوه.

حکومت هیله مند دی، چې دغه هوکړه به د ټولو سیاسي مسایلو د اوږدمهاله حل لپاره لومړی ګام ثابت شي، خو له هغو ۱۵ ډلو نه چې د دغې هوکړې منلو بلنه ورکړله شوې وه، اوو ډلو یې دغه هوکړه رد کړې ده.

دغو ډلو کې د ' کاچي خپلواکۍ پوځ ' نومې ډله هم شامله ده، چې د میانمار له پوځ سره ډېری مهال د هېواد په شمالي سیمو کې جګړه کوي.

د میانمار پوځ او ځايي یاغیانو تر منځ له تېرو ۷۰ کلونو راهیسې جګړه روانه ده، چې پیل یې له برتانیا نه د دغه هېواد له خپلواکۍ تر لاسه کولو له مهاله شوی او هېڅ ځنډ پکې نه دی راغلی.

د یاغیانو ډلې د برما له پوځ سره د خپلو سیمو لپاره د خپلواکۍ تر لاسه کولو په موخه جګړه کوي.

ډېرې نښتې له چین سره د دغه هېواد پر پوله د لاییزا نومي سیمې کې کېږي.