راولپنډۍ: د مېرمنو په ګډون شپږ مشکوک کسان وژل شوي

د انځور حقوق bbc
Image caption له پېښې ورورسته په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل شوي دي

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه راولپنډۍ کې د امنیتي ځواکونو عملیاتو کې پنځه مشکوک کسان وژل شوي دي.

وژل شويو کې دوې مېرمنې هم شاملې دي.

چارواکي وايي د عملیاتو په بهیر کې څلور نور کسان نیول شوي دي او د امنیتي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی دی.

ځايي پولیس وايي دوی ته داسې راپور رسیدلی و، چې د پینډجوړیان سیمې په یوه کور کې سخت دریځي وسله وال موجود دي، چې وايي دوی له هغه وروسته عملیات پیل کړل.

هغه سیمه چې عملیات پکې شوي دي، د قاسم په نوم هوايي اډې ټه څېرمه موقعیت لري.

پولیس وايي دغه کور د سیمې د ملا امام ملکیت دی. ویل کېږي، چې وژل شویو کسانو کې دوه ماشومان هم شامل دي.

د پولیس چارواکو په وینا کله، چې امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسیدل، له یوه کوره پرې ډزې وشوې.

په ټپي شوی حالت کې د دوو نیول شویو کسانو روغتیايي حالت وايي ښه نه دی. له پېښې وروسته سیمه کې د پوځ او پولیسو ګډ چاڼیز عملیات پیل شوي دي.

پولیس وايي د پنجاب ایالت کورنیو چارو وژل شوي وزیر شجاع خانزاده د وژنې په تور یوه نیول شوي مشکوک کس د راپور پر بنسټ دغه عملیات تر سره شوي دي.