تر شارک کبانو 'سیلفي' ډېر انسانان وژلي

د سیلفي اخیستو لپاره ځینې کسان آن ځان د مرګ خولې ته ورکوي د انځور حقوق Our Naked Australia
Image caption د سیلفي اخیستو لپاره ځینې کسان آن ځان د مرګ خولې ته ورکوي

۲۰۱۴ کال د 'سیلفي' کال و او ۲۰۱۵ کال کې د 'سیلفي' اخیستل هنري شول، چې اوس یوه خطرناک پړاو ته رسېدلي.

خلک د یوه انځور اخیستو آن ځان د مرګ خولې ته هم ورکوي.

'سیلفي' (Selfie) هغه انځورونه دي، چې خلک په وېب کامرو یا د ګرځنده تیلېفون په کامرو د ځان انځور اخلي او د خواله پر رسنیو یې خپروي.

په روسیه کې روان کال یوشمېر کسانو د ځان د سیلفي اخیستو په خاطر ځانونه آن د مرګ تر خولې هم ورکړل.

په یوه پېښه کې، دوه نارینه چې غوښتل یې د اورال غرونو پر سر د یوه لاسي بم د کړۍ خلاصولو پرمهال د ځان انځور واخلي، ووژل شول.

په تېر جولای میاشت کې، یو ځوان چې تازه له پوهنتون نه فارغ شوی و، هوډ وکړ چې د مسکو پر پله ځان وځړوي او د ځان سیلفي واخلي، خو بخت ورسره یاري ونه کړه او له پله ولوېد او ومړ.

په یوه تازه پېښه کې بیا یوه ۱۷ کلن ځوان په وولوګدا ښار کې غوښتل د بام پر سر د 'انسټاګرام' لپاره خپل انځور واخلي، خو له بامه ولوېد او مړ شو.

هغه وړاندې له دې چې ولوېږي، مخ یې د بام او کامرې مخې ته و، او ځینې انځورونه یې واخیستل، خو هڅه یې دا وه چې نور انځورونه واخلي، خبر نه وو چې په مرګ به یې تمام شي.

په امریکا کې بیا د یوې تازه پېښې په لړ کې، یوه سړي غوښتل داسې یو 'سیلفي' واخلي چې د ټوپک خوله یې پر غاړه اېښې وي، خو کله یې چې ګوته پر ماشه ټینګه شوه، سیلفي هم تر پاتې شو او ومړ.

د هغو کسانو شمېر، چې سږ کال د 'سیلفي' اخیستو پرمهال وژل شوي، د شارک کبانو بریدونو کې د وژل شویو له شمېر ډېر دي.

د انځور حقوق Russian Ministry of Internal Affairs
Image caption په روسیه کې روان کال یوشمېر کسانو د ځان د سیلفي اخیستو په خاطر ځانونه آن د مرګ تر خولې هم ورکړل.

لږترلږه ۱۲ کسان تر اوسه د ځان د انځور اخیستو پرمهال مړه شوي، حال دا چې په همدې موده کې د شارک کب د بریدونو په پایله کې ایله اته کسان مړه شوي.

د امریکا 'دنور' د یوه تفریحي مرکز مشر پر خپل وېبلاګ لیکلي، ځینې وخت خلک وینم چې د کامرې له لاسموټي ګټه اخلي چې له خوګانو سره ښه نژدې 'سیلفي' واخلي.

په یوه بله پېښه کې یوه مېښې څو کسان د 'سیلفي' اخیستو پرمهال سخت ټپیان کړل، د امریکا وایومینګ ایالت 'یلواستون' ملي پارک چارواکو په دې اړه له ګواښ ډکه یوه خبرپاڼه هم خپره کړه.

د روسیې د کورنیو چارو وزرات په ورته پېښو کې تر څو مړینو وروسته، خبرداری ورکړ چې له دا ډول سیلفي اخیستو باید خلک ډډه وکړي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې ''له ټوپک سره انځور اخیستل د انسان په مرګ تمامېږي''. په خبرپاڼه کې هغه ځایونه هم په نښه شوي چې 'سیلفي' اخیستل پکې انسان د مرګ خولې ته ورکوي.

د بام پرسر، د څلیو پر سر، د اورګاډي مخې ته، له وحشي حیواناتو سره نژدې.. هغه ځایونه دي چې د روسیې د کورنیو چارو وزارت هلته 'سیلفي' اخیستل خطرناک ګنلي دي.

د فرانسې دولت هم په ورته ګام اخیستو سره، داسې پوسټرونه خپاره کړي، چې له هېوادوالو پکې د اورګاډو څنګ، د موټر څنګ یا مخې ته او له خوګ سره د 'سیلفي' اخیستل منع اعلان کړي.

د انځور حقوق INSTAGRAM

لي ټامپسن د برازیل په یو دي ژینیرو کې د عیسی لد مشهورې مجسمې پر سر د ځان انځور اخیستو په اړه وايي: ''خلک زما په څېر د انسانانو انځورونه ګوري او دا چې څرنګه یې انځور په ټوله نړۍ کې خپور شو، او بیا د ځان د مشهورو لپاره د لارو چارو په لټه کې شي''.

د امریکا په اوهایو پوهنتون کې یوه شوې څېړنه ښيي، هغه کسان چې د خواله په رسنیو کې د ځان د ډېرو انځورونو خپرولو شوقیان دي، د ځان ښودنې کچه او رواني نیمګړتیاوې یې لوړې دي.

ددغې څېړنې مشر جسي فوکس وايي، د هر ''سیلفي'' ارزښت پر لایکونو او لاندې د تبصرو (کومنټ) پر لیکلو پورې اړه لري. د هغه په وینا ''په دې ورځو کې ډېر لایکونه او ډېرې تبصرې د سړي د محبوبیت نښه ګڼل کېږي. نور دا کافي نه ده چې تاسو د ځان عادي انځور خپور کړئ، ځکه چې ټول خلک همدا کار کوي. هرڅومره چې حیرانوونکی کار وکړئ، ډېر لایکونه ''خوښونې'' او تبصرې ترلاسه کوئ''.

د انځور حقوق flashpack
Image caption لي ټامپسن د برازیل ري ده ژینیزو کې د عیسی مجسمې پر سر د سیلفي له برکته مشهور شو

لي ټامپسن چې یو مسلکي عکاس دی، وايي زه داسې انسان نه یم چې تل سیلفي اخلم او دا انځور مې هم د یوه کار لپاره اخیستی دی. خو ګومان یې دا دی چې د سیلفي اخیستو موضوع ډېره خطرناکه او له کنټروله وتلې ده.

دی عکاسانو ته سپارښتنه کوي چې ''د انځور اخیستو ځای مو باید زړه راښکونکی وي، خو ځان باید په خطر کې وانه چوئ''.

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق AFP