مصر کې د پارلماني ټاکنو پيل

د انځور حقوق Reuters
Image caption د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي له واکه پرځېدو وروسته به دا په مصر کې لومړۍ پارلماني ټاکنې وي

د مصر پارلماني ټاکنې د هغو مصريانو لپاره چې له هېواده بهر دي په ټوله نړۍ کې د دې هېواد په سفارتونو کې پیل شوې.

په مصر کې د ننه پارلماني ټاکنې به سبا (يکشنبې ۱۸ اکتوبر) پیل شي.

اخوان السلمين ګوند چې درې کاله وړاندې په پارلماني ټاکنو کې ګټونکی و، د دې ځل په ټاکنو کې برخه نه لري.

دغه ګوند په مصر کې دننه د هېڅ ډول فعاليت اجازه نه لري.

ويل کېږي د نوي پارلمان ډېری غړي به د مصر د ولسمشر عبدالفتاح سيسي پلويان وي. ښاغلي سيسي په ۲۰۱۳ کال کې واک ترلاسه او د تېر کال مۍ مياشت کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د مصر پخواني ولسمشر محمد مرسي له واکه پرځېدو وروسته به دا په مصر کې لومړۍ پارلماني ټاکنې وي.

په مصر کې پارلماني ټاکنې په دو مرحلو کې ترسره کېږي، اوله مرحله د يکشنبې په ورځ او دوهمه مرحله به يې يوه مياشت ورسته تر سره شي.

د ښاغلي سيسي واک ته له رسېدو وروسته دغه پارلماني ټاکنې د ډيموکراسۍ پر لور لومړی ګام ګڼل کېږي.

عبدالفتاح سيسي د ښاغلي مرسي له پرځولو وروسته چې د اخوان المسلين ملاتړ ورسره دی د دغه ګوند پر فعاليتونو بنديز ولګاوه.

ځينې شنونکي وايي د مصر راتلونکي پارلمان کې مخالفې ډلې لږ وي او ډېری غړي به د ولسمشر عبدالفتاح سيسي پلويان وي.