مرکل د کډوالو کړکېچ پر سر خبرو لپاره ترکيې ته تللې

د انځور حقوق AFP
Image caption د جرمني لومړۍ وزيره هيله لري چې ترکيه به د کډوالو کړکېچ کې له جرمني سره مرسته وکړي

د جرمني لومړۍ وزيره انګلا مرکل ترکيې ته تللی، د دې سفر اصلي موخه د ترکيې له چارواکو سره د کډوالو د کړکېچ پر سره خبرې دي.

د جرمني لومړۍ وزيره هيله لري چې ترکيه به د کډوالو کړکېچ کې له جرمني سره مرسته وکړي.

ډېری کډوال چې له منځني ختيځ او سوريې دي، غواړې د ترکيې له لارې اروپايي ټولنې او په تېره بيا جرمني کې پناه واخلي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي روان کال شاوخوا ۶۰۰۰۰۰۰ کډوالو د ترکيې او يونان له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسولي دي.

شمېرې ښيي چې د کډوالو زیاته برخه د سمندر له لارې له ترکیې یونان ته ورځي. د کډوالو دویمه لویه برخه د مدیترانې له لارې له لیبيا نه ایټالیا ته ځي.

يو ان اېچ سي ار، وايي تر اوسه ۳۰۰۰ تنه په اوبو کې ډوب او يا هم تري تم شوي دي

د اروپايي ټولنې هېوادونو د پنجشنبې په ورځ د کډوالو د شمېر کمولو په اړه يو تړون لاسليک کړ.

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ د دې تړون په اړه وويل، "اروپايي ټولنه ډېر وروسته د کډوالو کړکېچ په اړه د ترکيې په اهميت پوه شوه."

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي روان کال شاوخوا ۶۰۰۰۰۰۰ کډوالو د ترکيې او يونان له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه رسولي

ښاغلي اردوغان وويل "اروپايي ټولنه له هغه وروسته د کډوالو ستونزې جدي وګنلې چې رسنيو په اوبو کې د يوه وژل شوي ماشوم تصوير خپور کړ".

دی وايي له هغې ډېر وړاندې موږ چيغې وهلې او خبرداری مو ورکاوه. اوس مهال ترکيه له دوو ميليون زياتو سوري کډوالو او دېرش زره عراقي کډوالو کوربه ده"

د ترکیې ولسمشر وويل چې د لوېديځ او اروپا امنيت د ترکيې په ثبات کې نغښتی دی، ده وويل له اروپايي ټولنې سره په خبرو کې يې دغه موضوع وړاندې کړې ده.

ده وويل له ترکیې پرته امنيت نشي راتلی، نو ولې ترکیه اروپايي ټولنې ته لار نه پيدا کوي، مشکل دا دی چې خلوص نه لري، وايي د ناټو په اړه مو تېروتنه کړې، د اروپايي ټولنې په اړه بيا دا تېروتنه نه تکرارو."

د رجب طيب اردوغان ګوند له تېرو لسو کلونو د ترکيې پارلمان غوڅ اکثريت درلود، خو د تېرې جون مياشتې ټاکنو کې يې ونشوای کړای پوره چوکۍ ترلاسه او نوی دولت په يوازې ځان جوړ کړي.

دغه ګوند هيله لري د نومبر مياشتې ټاکنو کې يو ځل بيا غوڅ اکثريت ترلاسه کړي.

ورته مطالب