سوريه د حلب ښار د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات کوي

د انځور حقوق AP
Image caption حلب په سوريه کې يو له لويو او مهمو ولايتونو ګڼل کېږي، چې يو وخت د مهم اقتصادي مرکز په سترګه ورته کتل کېدل

د سوريې ځواکونه چې د روسيې هوايي ملاتړ ورسره دی د حلب ښار د بېرته نيولو لپاره پوځي عمليات پيل کړي دي.

د دې هېواد امنيتي ځواکونه چې ځينې ملېشې هم ورسره ملګرې دي، هڅه کوي ياغي ډلې له سيمې وباسي. دغه عملیات په داسې حال کې پيل شوي چې ترکيې ويلي، يوه بې پيلوټه الوتکه يې د خپل هېواد هوايي حريم کې دننه له منځه وړې ده.

روسي ځواکونو د ترکيې پولې سره نژدې په ۳۵ کيلومترۍ د حلب ښار کې د بشار اسد پر مخالفانو ګڼ هوايي بريدونه کړي دي.

له هوايي بريدونه سره هم مهاله د سوريې ځمکنيو ځواکونو په څو برخو کې پوځي عمليات پيل کړي او ويل کېږي دغه بريدونه د حلب ښار د نيولو لپاره پلان شوي دي.

حلب په سوريه کې يو له لويو او مهمو ولايتونو ګڼل کېږي، چې يو وخت د مهم اقتصادي مرکز په سترګه ورته کتل کېدل خو په سوريه کې د روانې جګړې له کبله له ويجاړي سره مخ دی.

ويل کېږي په دغه سيمه کې تر ټولو ډېرې خونړۍ جګړې شوې چې اوس مهال يې زياته برخه ويجاړه ده.

بل خوا د فرانسې ولسمشر فرنسوا اولاند وايي په سوريه کې د "روسيې پوځي مداخله بشار اسد نه شي ژغورلی او ښکاره ده چې بشار اسد راتلونکی نه لري" دی وايي "موږ بايد ژر تر ژره د واک په سياسي لېږد لاس پورې کړو."

په همدې ډول ويل کېږي د روسيې ډېری هوايي بريدونه پر هغو یاغيانو چې د اسلامي دولت ډلې او حکومت پر وړاندې جګړه کوي ترسره کېږي.

د سوريي ياغيان او لوېديځ هېوادونه وايي روسيه ډېری د اسلامي دولت ډلې پر ځای پر نورو هدفونو هوايي بريدونه کوي.

د ترکيې ځواکونه وايي جنګي الوتکو يې يوه بې پيلوټه الوتکه چې د دې هېواد هوايي حريم ته ننوتلې وه راغورځولې ده.

رويټرز خبري اژانس د يوه امريکايي چارواکي له خولې وايي، "دغه بې پيلوټه الوتکه د روسيې ده" خو د روسيې د دفاع وزارت وايي په سوريه کې يې ټولې بې پيلوټه الوتکې خوندي دي.

وړاندې هم ترکيې ويلي وو، چې د روسيې الوتکې څو ځله د دې هېواد هوايي حريم ته داخلې شوې دي.