د هند واکمن ګوند ولې پر مسلمانانو د غوایه غوښې خوړل بندوي؟

د هاریانا ایالت سیمه ییز مشر موهار لال وايي، د غوا غوښه خوړل هندوان ځوروي
Image caption د هاریانا ایالت سیمه ییز مشر موهار لال وايي، د غوا غوښه خوړل هندوان ځوروي

د هند واکمن ګوند ولې پر مسلمانانو د غوایه غوښې خوړل بندوي؟

د هند بهارتیا جاناتا واکمن ګوند یوه جګپوړي چارواکي ویلي په هند کې اوسېدونکي مسلمانان دې د غوا د غوښې له خوړلو ډډه وکړي.

د هاریانا ایالت د سیمه ییزې ادارې مشر مانو هار لال خطار ویلي، د غوایه غوښه په هند کې ''د هندي عقیدې یو مهم رکن'' ګڼل کېږي.

د هند په ډېری ایالتونو کې د غوا پر ذبح کولو بندیز لګول شوی، ځکه چې هندوان یې سپېڅلې بولي.

د هند ډېری اوسېدونکی هندوان دي.

د غوا پر غوښې بندیز لګولو د مسلمانانو غوسه راپارولې ده.

له دې کبله هم نیوکې ډېرې شوې، چې په هند کې د چرګانو او کبانو د غوښو په پرتله د غوا/غوایه غوښه ارزانه ده، چې تر ډېره یې بې وزله مسلمانان خوري.

د خطار له خوا دا بندیز د مخالف ګوند نیوکه راپارولې ده، چې وايي خطار ''حق نه لري چې ددغه ایالت د مشر په توګه پر څوکۍ پاتې شي''.

خطار د هند اکسپرېس ورځپاڼې ته ویلي: ''په دې هېواد کې مسلمانان اوسېدلی شي، خو باید د غوا له غوښې خوړلو ډډه وکړي. غوا د هندوانو د عقیدې یوه مهمه برخه ده''.

د انځور حقوق Jagdish Parihar
Image caption هندوان غوا ته ځانګړی درناوی لري

دی زیاتوي: ''د یوه انسان آزادي هغه وخت ختمېږي، چې د بل کس آزادۍ ته زیان ورسوي. د غوا د غوښې خوړل د بلې ډلې احساس ته زیان اړوي، آن د قانون له مخې هم دا کار سم نه دی. په قانون کې راغلي تاسو داسې کار نه شئ کولی، چې د بل چا احساساتو ته زیان ورسوي''.

تېره میاشت په اوتار پرادیش ایالت کې یو ۵۰ کلن مسلمان هغه مهال ژوندی وسوځول شو او مړ شو، چې قهرېدلو هندوانو له دې کبله برید پرې وکړ، چې ګني په کور کې د غوا له غوښې ګټه اخلي او ساتي، د هغه ۲۲ کلن زوی هم د برید پرمهال سخت ټپي شو.

د انځور حقوق Jagdish Parihar
Image caption په پام کې ده، چې هند په ۲۰۱۵ کال کې د غوا ۲٫۴ میلیون ټنه غوښه صادره کړي، چې دا کچه په برازیل کې ۲ میلیون ټنو ته رسېږي.

خطار وايي، د قتل دغه عمل ''د ناسم پوهاوي'' له کبله رامنځ ته شوی، چې په وینا یې ''دواړو غاړو ځینې تېروتنې کړې دي''.

په پام کې ده، چې هند په ۲۰۱۵ کال کې د غوا ۲٫۴ میلیون ټنه غوښه صادره کړي، چې دا کچه په برازیل کې ۲ میلیون ټنو ته رسېږي.

ورته مطالب