د بوکو حرام پر وړاندې ماتې د جنرال پښې تر زندانه وڅکولې

د نایجریا پوځ سږ کال ډېری هغه سیمې بېرته نیولې، چې بوکو حرام لاندې کړې وې د انځور حقوق EPA
Image caption د نایجریا پوځ سږ کال ډېری هغه سیمې بېرته نیولې، چې بوکو حرام لاندې کړې وې

په نایجریا کې یوې پوځي محکمې یو جنرال له دې کبله په شپږ میاشت بند محکوم کړی، چې د اسلامپالې سخت دریځې ''بوکو حرام'' ډلې پر وړاندې د ده تر لاسه لاندې کنډک شرموونکې ماتې خوړلې ده.

جنرال ایتان رانسومي کوتي ځکه پړ ګڼل شویو چې په تېره جنورۍ میاشت کې بوکو حرام ډلې په شمال ختیځ باګا ښار کې برید وکړ، خو د جنرال تر لاس لاندې کسان یې پر وړاندې پاتې راغلل.

کله چې دغې ډلې پر ښار برید وکړ، یوشمېر ولسي وګړي یې ووژل او ډېرې وسلې یې ونیولې.

د جنرال وکیل بي بي سي ته ویلي، موکل به یې د استیناف غوښتنه وکړي.

له جنرال د بې زړه والي یو تور لیرې شوی دی.

د ویلو ده، چې په زندان محکوم شوی جنرال د نایجریا د یوې معتبرې کورنۍ غړی دی. د هغه تره مشهور سندرغاړی فیلا کوتي نومېږي.

د باګا په برید کې لاهم د وژل شویو کسانو شمېر نامعلوم دی، خو حکومت وايي، چې ۱۵۰ کسان پکې وژل شوي وو، خو سیمه ییز چارواکي بیا وايي چې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان پکې وژل شوي.

جنرال رانسوني کوتي د پوځي قانون له مخې له پوځه هم شړل شوی دی.

پر دغه جنرال تور دی، چې د بوکو حرام ډلې په برید کې د نایجریا د ځانګړو ځواکونو پر یوې قرارګاه په برید کې ډېر پوځي تجهیزات له منځه تللي دي.

خو وکیل یې فیمي فالانا فرانس پرېس ته ویلي: ''د بوکو حرام وسله والو شمېر د جنرال تر لاس لاندې کسانو له شمېر کم و، دوی داسې وسلې لرلې چې د نایجریايي پوځ له وسلو ډېرې پرمختللې وې''.

رپوټونه وايي، په دې برید کې د نایجریايي پوځ ګڼ ټانکونه، ۱۲ ټویوټا پیک اپې او نورې زېرمې او وسلې هم له منځه تللې دي.

ورته مطالب