سعودي کې د شیعه ګانو پر غونډځي برید ۵ کسان وژل شوي

په وروستیو کې د شیعه ګانو پر جوماتونو بریدونه ډېر شوي د انځور حقوق AFP
Image caption په وروستیو کې د شیعه ګانو پر جوماتونو بریدونه ډېر شوي

سعودي دولتي رسنۍ وايي د هېواد په ختیځ کې د القطیف په ولایت کې په یوه شیعه مجلس کې برید کم ترکمه ۵ تنه وژلي دي.

''العربیة'' تلویزیوني چینل وايي یو بریدګر چې ویل کېږي له ''اسلامي دولت'' ډلې سره تړاو لري، وژل شوی او دوه نور نیول شوي دي.

دا برید تر عاشورا دوې شپې وروسته کېږي.

په سیهات ښار کې ددغه برید پړه ''اسلامي دولت'' ډلې منلې ده.

فرانس پرېس خبري آژانس د یوه عیني شاهد له خولې ویلي ''یوه وسله وال په مجلس کې پر حاضرو کسانو ډزې پیل کړې''.

رپوټونه وايي، د جمعې په ورځ ځینې نور کوچني بریدونه هم شوي.

په وروستیو کې د سعودي په تېلو بډایه ختیځو سیمو کې، چې ګڼ شیعه ګان پکې اوسېږي، بریدونه ډېر شوي دي.

''اسلامي دولت'' په تېره مې کې د دمام ښار یوې حسینیې بل هم برید کړی و، چې ترې یوه اونۍ وړاندې په القدیح ښار کې د ''اسلامي دولت'' یوه ځانمرګي برید کوونکي د شیعه ګانو پر یوه جومات د جمعې په ورځ برید وکړ چې لږترلږه ۲۰ کسان پکې ووژل شول.

ورته مطالب