اپل کمپنۍ ته د درانه تاوان ورکولو امر شوی دی

د انځور حقوق APPLE
Image caption د ۲۰۱۴ کال اوږدو کې د اپل کلنی عاید ۱۸۲ بیلیونو امریکايي ډالرو ته رسیده

متحدو ایالتونو کې یوه منصفه پلاوي اپل تکنالوژي کمپنۍ ته امر کړی، چې د اختراع ثبت حقونو نقضولو له کبله له ۲۳۴ میلیونه ډالره ډېر تاوان ورکړي.

ویسکاسن الومني تحقیقي مرکز چې د ویسکاسون، مادیسون پوهنتون د مخترع څانګې انحصاري حقوق لري وايي، دغه پرېکړه د دوی د اختراعاتو له غیر قانوني استعماله د ژغورنې لپاره ډېره مهمه ده.

له دې مخکې منصفه پلاوي پرېکړه کړې وه، چې اپل په خپلو ځینو ای فونونو او ای پډونو کې ثبت شوې مایکروچیپ تکنالوژي شامله کړې وه.

اپل ویلي د پرېکړې خلاف به استناف غوښتنه وکړي. منصفه پلاوي له دریو ساعتونو خبرو وروسته د تاوان کچه ۱۶۵ میلیونه ډالره وټاکله، چې د څېړنیز مرکز له لوري د ادعا شوې کچې نیمايي ده.

د ویسکاسون، مادیسون پوهنتون د کمپیوټر ساینس څانګې پروفیسور ګوریندر سوهي، چې د مایکروچیپ تکنالوژۍ، چې د کمپیوټرونو پروسسر پیاوړتیا لپاره کاریږي، له اختراع کونکو یو دی، د ویسکاسون، مادیسون په فدرالي محکمه کې د پرېکړې پر مهال موجود و، چې امریکايي قاضي ویلیم کونلې وویل:

' د ډاکټر سوهي لپاره زه هیله مند یم، چې تاسې به احساس کړی وي، چې اختراع مو توجیه شوې.'

د ویسکاسون الومني څېړنیز مرکز اجرايي مشر کارل ګولبرانډسین وايي:

'دا یوه داسې قضیه ده، چې زموږ د پوهنتون څېړونکو سخت کار او زیار او دغه راز د اختراعاتو تمامیت او دغه راز د موندنو لپاره جواز اخیستل پکې مهم ثابت شول.'

دغه قضیه په ای فون ۵ اس، ۶ او ۶ پلس کې د یادې تکنالوژي کارولو اړوند ده، خو یوه بله دعوی هم شته، چې پکې د اپل وروستیو ماډلونو ۶ اس او ۶ اس پلس په تړاو هم ورته ادعا کېږي.

ویسکاسون پوهنتون ۲۰۰۸ کال کې د انټیل خلاف هم شکایت کړی و. هغه قضیه له محکمې بهیر د یوه نامعلوم تاوان بدل کې اواره کړله شوې وه.

له یوه اوسني جوړجاړي وروسته، چې د لویو تکنالوژي کمپینو تر منځ شوی او ډېرې اوازې یې هم په اړه خپرې شوې، په نړیواله کچه د اختراعاتو د ثبت لړ کې لا هم تووده قانوني جګړه دوام لري.

د ۲۰۱۴ کال اوږدو کې د اپل کلنی عاید ۱۸۲ بیلیونو امریکايي ډالرو ته رسیده.