د هند فلمي ستوري شاه رخ خان لپاره افتخاري دکتورا

د انځور حقوق AFP
Image caption کله چې تر۱۸ ساعتونو پورې له هارسنګار سره د کامرې پر وړاندې یم، بیا دا معلومول لږ ستونزمن شي، چې اصلي شاه رخ کوم یو دی

د سکاټلنډ اډنبرا پوهنتون د هندي فلمونو وتلي ستوري شاه رخ خان ته فلمونو کې د هغه د رول او ولسي خیرښېګړې لپاره د هغه خدمتونو بدل کې افتخاري دکتورا یا پي ایچ ډي ورکړې.

بي بي سره خبرو کې شاه رخ په دې اړه خبرو کې ویلي، چې نه پوهیږي، څومره مستحق و، خو دا چې وايي دې سره به نور هم زیار او هڅې، هاند ته وهڅيږي، ڼو وايي ځکه یې د ځان لپاره یو غوره زیری بولي. شاه رخ خان وايي:

' کله نا کله داسې هم کېږي، چې پرلپسې ۱۸ ساعته کار کوم، پښیمان هم نه یم، که یو څوک په تفریحي صنعت کې کار کوي، باید همداسې وکړي. '

شاه رخ خان دا نه مني، چې د هنر اړوند کسان پر ځان میین وي.

هغه وايي:

' فلمي هنرمندان په نرګیسیت اخته نه وي، که داسې وای زه به نه وم توانیدلی له خپل شخصیته د بېلو کسانو رول ولوبوم. یو هنر مند اړ دی، چې د مختلفو کسانو رول ولوبوي او په داسې حالت کې دا ګرانه ده، چې د هنرمند ټول پام ځانته واوړي، پر ځان د میین توب خبره خو ډېره وروسته ده.'

د انځور حقوق Getty
Image caption د شاه رخ په وینا هند کې اوس مېرمنې هم خپل مقام تر لاسه کوي

هغه وايي ډېر ځلې داسې هم کېږي، چې د پردې پر مخ او د رښتیني شاه رخ تر منځ توپیر ډېر لږ پاتې شي. وايي:

' کله چې تر ۱۸ ساعتونو پورې له هارسنګار سره د کامرې پر وړاندې یم، بیا دا معلومول لږ ستونزمن شي، چې اصلي شاه رخ کوم یو دی. داسې حالت کې انسان له ځانه یو څه بېل شي. البته له خپلو ماشومانو سره زه ښايي اصلي شاه رخ یم.'

د شاه رخ په وینا هند کې اوس مېرمنې هم خپل مقام تر لاسه کوي. د هغه په خبره:

' هغوی سره اوس هم بشپړ انصاف نه کېږي، اوس هم د تبعیضي چلند ښکار دي. د فلمي رول بدل کې باید هغوی ته هم ورته حق الزحمه ورکړله شي. خو ښايي دغه چاره به وخت واخلي. زه البته د خپلې کمپنۍ فلمونو کې د ښځینه فلمي لوبغاړې نوم لومړی ورکوم.'

هغه وايي، دا منم، چې د هند فلمي صنعت 'بالي ووډ ' کې مېرمنو ته د فلمي رول بدل کې لږ پېسې ورکولې کېږي، خو وايي اوس دغه حالت بدلیږي.

شاه رخ وايي، چې د ده فلمونو بریا کې له ده ډېر رول د ښځینه لوبغاړو وي، هغوی ډېر زحمت کوي، خو ګټه یې ډېره نه مومي.